اسلام آباد 30 دسمبر (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي د ناروے سره تجارت، کاروبار، سرمايه کارۍ، ماحول دوسته توان ، تعليم، هنرمندۍ، دفاع او د برآمدات پشمول بيلو څانګو كښې د مرستي زياتولو په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي د دواړو هېوادونو ترمينځه دوه اړخيزه تجارت روايتي او غير روايتي برآمدات ته ودې وركولو سره د خپل موجوده حجم 128.404 مليونه ډالرو څخه زياتيدے شي۔د ايوان صدر پرېس ونګ د اړخه جاري بيان له مخې صدر مملکت د دې خيالاتو څرګندونه د ناروے لپاره د پاکستان نومولي شوې سفيري سعديه الطاف قاضي سره په خپلو خبرو كښې وكړه چا چې ده سره د جمعي په ورځ په ايوان صدر كښې ليدلي۔ده ووئيل سفيره دې د پاکستان وګړو سره په فعاله ډول رابطي ولري او کونسلر خذمات دې وركړي۔صدر ووئيل سفيره دې د دواړو هېوادونو پوهنتونونو او ادارو ترمينځه تعليمي، سائنسي، صنعتي تحقيق او ترقي او مرستي په ميدان كښې معنيٰ لرونكې او د عمل وړ موقعي ولټوي۔ ډاکټر عارف علوي ووئيل د ناروے پينوراما تګلارې 2021-2027 ترمخه تعليمي مرستي زياتولو لپاره د ترجيحي هېوادونو فهرست كښې د پاکستان شاملولو لپاره هم هڅي وكړئ۔ده ووئيل په مقبوضه جمو او کشمير كښې د هند د پرله پسې روانو ظلمونو رامخې ته كولو ته هم اړتيا ده۔ صدر ووئيل د اقليتونو سره امتيازي سلوك ، دھړكي ، ځورونه او د اقليتونو پسمانده كولو د زياتو شوو پېښو او د اسلامو فوبيا د زيات شوي رجحان هم رامخې ته كولو ته اړتيا ده۔ ده ووئيل هند د اقليتونو او په خاص توګه د مسلمانانو ځان او مال خطر سره مخ كړي دي
متعلقہ مضامین
-
Family of nazim Jokhio demands justice, blocks national highway
-
Pakistan facilitating foreign investors through ‘ease of doing business’ policy: PM
-
Pakistan secures $761.5 million murabaha financing by ITFC
-
Hidden cameras found in school’s washroom
-
Pakistan records 11 COVID-19 deaths, 515 new cases in a day
-
52 new dengue patients emerge in Islamabad, 2 die
-
Daska by-poll was ‘rigged’: ECP inquiry
-
Sindh ready for change due to bad governance
-
KP CM wants all shelter homes fully equipped
-
IT ministry to form CERT to counter cyber attacks
-
KP to launch Tablet-in-a-School programme
-
T20 World Cup: Pakistan make it five wins in a row