اسلام آباد24جنوری(اے پی پی)صدر ډاكټر عارف علوي په ټوله نړۍ كښې په مېشته پاكستانيانو زور راوړے چې هغوي په مهمو چارو د پاكستان نقطه نظر وړاندې كولو٬د پاكستان كلتور او اقدار ته ودې وركولو او په منطقه كښې ترهه ګرۍ ته ماتې وركولو له د پاكستان لخوا وركړی قربانۍ رامخې ته كولو لپاره په ذاتي او اجتماعي توګه هڅې وكړي٬پاكستان د 40 كلونو نه د 40 ملين څخه د زياتو افغان كډوالو كوربتوب كوي دغسې د هند قابضو عسكرو لخوا غېر قانوني قبضه كري مقبوضه جمو او كشمير كښې شوې ظلمونه رامخې ته كولو ته اړتيا ده۔صدر مملكت د دې خيالاتو څرګندونه د نهې په ورځ هيلپنګ هارټس٬كيئرنګ سولز او اے پي پي اے سي پلاوي سره د ملاقات په مهال كړی۔ده ووئيل بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيانو تنظيمونو له پكار دي چې هغوي د خپلو كوربه هېوادونو سياستمدارو ٬رائے وركوونكو او د مېډيا بشپړ باور او په وياړ سره خبرو اترو لپاره د اليكټرانك ذريعو او په آئي ټي اډانه آسانيو څخه استفاده وكړي دغسې چې په قامي٬سيمه ايزو او په نړيوالو مسئلو د پاكستان نقطه نظر د قبلولو وړ كړي او د پاكستان د اولس په اړه مثبت رائے ته وده وركړي۔صدر ووئيل پاكستان فعاله او محنتي بشري وسائل لري٬دا ټولې چارې٬چېلنجونه او مسئلې د خبرو اترو٬مشاورت او په جمهوري ډول حل كېدے شي۔ده ووئيل د نړۍ د كوم هم هېواد پشان پاكستان خپل وسائل لري٬دغسې د پاكستان نقطه نظر په ښه ډول وړاندې كولو ته اړتيا ده۔ده بهر هېوادونو كښې په مېشته پاكستانيانو زور راوړو چې په خپل علم او پوهه د پاكستان پرمختګ او څوكالۍ كښې كردار ترسره كړي
متعلقہ مضامین
-
AJK PM urges world to end silence over plight of innocent Kashmiris
-
Every year 100,000 women contract breast cancer: Samina Alvi
-
‘Tired’ opp needs fresh ‘wrestlers’
-
Army to ensure country’s security against all threats: COAS
-
EVM bill passage to bury evil designs of opposition: FM
-
Taliban demand release of Afghan assets in a letter to US congress
-
Fawad greets working journalists over passage of JPA from Senate
-
Digital Cooperation Organization SG visits COMSATS
-
Pakistan desires to maintain bilateral engagement with Bahrain: COAS
-
‘EVMs to end role of POs in election process by 99%’
-
No pressure from institutions: CJP
-
‘Who is instructing whom, everything will come to light’, says Khaqan