اسلام آباد۔21فروری(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف سره په آسټريليا كښی د مېشته پاكستانيانو پلاوي ملاقات كړے۔ په دې موقع د اوورسيز پاكستانيانو وفاقي وزير ساجد حسېن طوري هم موجود ؤ ۔ په ملاقات كښې بهر هېوادونو كښې او په خاص توګه په آسټرېليا كښې پاكستانيانو ته په پېښو مسئلو د خيالاتو څرګندونه شوې ۔ پلاوي سره خپلو خبرو كښې د قامي اسمبلۍ سپيكر ووئيل په بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيان د هېواد قيمتي اثاثه ده۔ اوورسيز پاكستانيانو له هر ډول آسانۍ وركول د اوسني پارليمنټ تر ټولو وړومبۍ ترجيح ده۔ ده ووئيل بهر هېوادونو كښې پاكستانيان هېواد د پرمختګ په لاره روانولو كښې مهم كردار ترسره كولې شي۔ دغسې وفاقی وزیر ساجد حسېن طوري اوورسيز پاكستانيانو په اړه د سپيكر تاثرات ستائلو سره ووئيل اوسنے حكومت بهر هېوادونو كښې د مېشته پاكستانيانو مسئلې حل كولو له خاص ګامونه پورته كوي۔ په آسټريليا كښې د مېشته پاكستانيانو پلاوي كښې شوکت موسېلمانی، ډاکټر محمد شهباز چوهدری، رانا افتخار او محمد ندیم احمد شامل وو۔
متعلقہ مضامین
-
Two soldiers martyred in attack on military post in North Waziristan
-
KP replete with historic, tourist attractions: Dr Sania
-
74 new dengue cases surface in Punjab, 2 deaths recorded
-
Progress on Stream Gas Pipeline Project between Pakistan and Russia
-
India has intensified reign of terror in IIOJK: AJK PM
-
Dense fog disrupts traffic movement on motorways and highways
-
Pakistan Covid response can be a global case study: Shafqat
-
Air pollution may affect the lethality of COVID-19: study
-
COAS visits AK Regimental Centre, formally installs Colonel Commandant
-
Open courts held for timely resolution of public issues: minister
-
Sindh bringing in ordinance to regularise illegal settlements
-
Mahira Khan pays tribute to late grandmother with heartfelt note