اسلام آباد 24مارچ(اے پی پی)د اطلاعاتو و خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي چې د وزيراعظم شهباز شريف رمضان پیكج له مخې خېبرپښتونخوا٬پنجاب او وفاقي پايه تخت كښې ويړيا اوړه رسنه پېل كړې شوې٬په بلوچستان٬سندھ كښې هم ډېر زر به وړيا اوړه رسنه پیل كړی شي٬د وزيراعظم په سپارښتنه په ارزان پیټرول سكيم هم په تندۍ سره كار روان دې٬د هېواد موجوده معاشي صورتحال او آئي اېم اېف سره روان مذاكراتي عمل باوجود وزيراعظم رمضان المبارك كښې اولس ته ويړيا اوړو تحفه وركړی ده۔دې د جمعې په ورځ د هېواد په سياسي صورتحال خبرې اترې كولې۔وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب ووئيل چې د پاكستان اولس د يو خوشخبرۍ څخه خبروم٬كے پي كے٬پنجاب او اسلام آباد كښې د وړيا اوړو تقسيم عمل پېل كړې شوې دې٬په پاكستان كښې دا مهال معاشي صورتحال٬آئي اېم اېف لوظ نامه اوس د مذاكراتو په عمل كښې ده په دې كښې اولس ته آسانۍ وركول دې جزبې٬نيت او د عزم عهد كوي چې شهباز شريف عمر له د پاكستان اولس ستونزو په اړه فكر او آسانۍ وركړې دي۔دې ووئيل چې د بېنظيرانكم سپورټ پروګرام ډېټا كارولو سره د وړيا اوړو رسنه باوري كوو٬د وزيراعظم دا وژن به په بلوچستان او سندھ كښې هم پېل كړی شي۔دې ووئيل چې د وزيراعظم ټريك رېكارډ دې كله چې په هېواد كښې سېلاب وي٬قدرتي آفت يا رمضان پیكج وي كوم هم اولسي خذمت منصوبه وي د دې سپيځلتيا او د معيار څارنه هغه پخپله كوي۔د دې په سبب دې شهباز سپيډ او د سپيځلتيا پروژو ته څوك ګوته نشي نيولې۔دې ووئيل چې په ارزان پیټرول سكيم عملدرآمد پېل شوې٬د ارزانو اوړو په مد كښې به 74 ارب روپۍ لګښت راځي٬تر دې مهال 42 لكه خلكو ته د اوړو ويړيا تهيلۍ وركړې شوي دي٬په پنجاب كښې 41 لكه ٬كے پي كے كښې په يوه ورځ كښې دننه 72 زره تهيلۍ او په اسلام آباد كښې 20 زره تهيلۍ په يوه ورځ كښې تقسيم شوي دي٬وزيراعظم پخپله د قصور او لاهور دوره وكړه او د وړيا اوړو رسنې عمل او ستونزو جائزه واخستله۔دې ووئيل چې (ن)ليګ تل د اولس خذمت كوي٬د برېښنا پروژه وي يا صحت كارډ٬ميټرو بس وي يا يوت سكيم٬لېپ تاپ رسنه وي يا ارزان قرضو رسنه وي دا ټول هره څه د (ن)ليګ د حكومت په دور كښې شوي۔دې ووئيل چې شهباز شريف د سېلاب په صورتحال چې څنګه قابو وموندله د دې مثال نه ترلاسه كېږي٬د سېلاب ټولو رېليف هلو ځلو هغه پخپله جائزه اخستلې۔دې ووئيل چې نن كوم تن په هېواد كښې فساد٬اړې ګړی غواړي٬هغه به هغه مهال د شهباز شريف پورې خندا كوله كله به چې هغه فيلډ ته تللو سره د اولس د تكليف او درد مداوا كولې
متعلقہ مضامین
-
37 new dengue cases reported from Punjab
-
Zardari’s remarks against Nawaz ‘unfortunate’
-
Country either faced dictators or regimes installed by military, says Bilawal
-
Green Line Imran Khan’s gorgeous gift for Karachiites: Haleem
-
Cold wave may grip Karachi over the weekend
-
Gunmen attacked polio team in KP’s tank: Policemen martyred
-
50 deported Pakistanis arrive from Saudi Arabia
-
AIOU all set to establish regional office in Afghanistan
-
Punjab Police crackdown on kite-flyers, sellers
-
PAF pays tributes to 1971 War martyrs
-
Afghanistan facing a difficult situation
-
Hamza Shahbaz files acquittal plea in Ramzan Sugar Mills case