اسلام آباد۔ 14جون(اے پی پی)صدر مملكت ډاكټر عارف علوي هېواد لپاره خذمات وړاندې كوؤنكو او قرباني وركوؤنكو شهيدانو ته د عقيدت پیرزوئنې وړاندې كولو سره د اولس لخوا د هغوي د كورنيو مننه وكړه۔د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د شورو په ورځ جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت د دې خيالاتو څرګندونه د پاك پوځ شهيدانو كورنيو سره په ټېليفوني خبرو كښې وكړه۔ ده د شهيدانو او د هغوي د كورنيو د ايثار جذبې ته سلام وړاندې كړو۔ صدر د جون په 9مه نېټه په ميران شاه كښې د شهيد شويو ځوانانو كورنيو سره ټېليفوني تماس ونيول۔ صدر مملكت د صوبيدار اصغر٬سپاهي نسيم شهيد او محمد زمان شهيد كورنيو سره خبرې وكړې۔ صدر مملكت د مئي په 31مه نېټه حېدر خيل كښې د شهيد شوي سپاهي ثاقب الرحمان كورنۍ سره هم ټېلېفوني خبرې وكړې۔ صدر مملكت د اولس لخوا د شهيدانو كورنيو مننه وكړه۔ډاكټر عارف علوي د شهيدانو لپاره د لوړو درجو او د شهيدانو كورنيو لپاره د زغم دعا وكړه۔
متعلقہ مضامین
-
In the age of water insecurity
-
CCI approves conduct of 7th population and housing census
-
Omicron 91% less likely to cause death in infected patients
-
‘We have made you PM’: Khattak-Imran ‘verbal spat’ leaves ruling PTI red-faced
-
NSP’s public version to clarify country’s national security direction: Dr Moeed
-
State responsible for religious, contemporary education: Speaker
-
Pakistan reports over 4000 new COVID cases; positivity ratio at 8.16%
-
Govt to disburse Rs 50 bln to youth under business loans scheme this year
-
Ashrafi stresses unity among Ummah to tackle challenges
-
Dense fog disrupts flight operations at Lahore Airport
-
Six doctors tested Covid positive in IIOJK hospital
-
ECP suspends membership of 150 lawmakers