اسلام اباد ۔21 مارچ (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ سي پېك د پاكستان د معاشي پرمختګ ودې لپاره يو مهم د ميل ګاڼې ګرځولو سره وئېلي دي د پاكستان او چين تر مينځه د سي پېك په صورت كښې نزدې او تل پاتې شراكت داري د منطقې لپاره بلها ګټه لري ۔ د پاكستان سرمايه كار دوست هېواد جوړول د وزيراعظم شهباز شريف وژن دے٬ ده دا خبرې د زيارت په ورځ ملاقات له راغلي د چين سفير جيانګ ډونګ سره كړي ۔ د چين سفير په دې مهال عطاﺀ تارړ له د وزارت په قلمدان سنبهالولو مباركي وركړه٬ ملاقات كښې سي پېك ٬ په پاك چين اسټرېټجك اړيكو ٬ ميډيا او د فلم په څانګو كښې د روانې مرستې او د سي پېك په اړه د جعلي خبرونو مخ نيوي له د چين پاكستان انفارمېشن كوريډور په اړه خبرې وشوې ۔ وفاقي وزير د سي پېك په اړه د جعلي خبرونو مخ نيوي لپاره د حكومت نه تر حكومت او د مېډيا نه تر مېډيا په كچه د مېكنزم په جوړولو په ضرورت زور راوړو ۔ وفاقي وزير ووئېل پاكستان د چين سره خپلو اړيكو ته د قدر په سترګو ګوري ٬ د دواړو هېوادونو دوستي په زوال نه لرونكې خپلولۍ تړلې شوې ۔ ده ووئېل په 1998 كښې زما نيكه رفيق تارړ د اولس مشر په حېث د چين وزيراعظم د پاكستان دورې هر كلے كړے ؤ ٬ پاك چين دوستي مونږ د څو نسلونو نه لېدلي٬ مونږ له به خپل نوے نسل د خپل تاريخ او قوي دوستۍ په اړه خبرول وي۔ ده ووئېل مونږ له به نوي نسل ته وئېل وي چې څنګه چين او پاكستان په سخت وخت كښې د يو بل كلګرتيا كړې ٬ ده ووئېل چين د اېس سي او او د ملګرو ملتونو په فورم د پاكستان مرسته كړې ٬ د دواړو هېوادونو د سي پېك په صورت نزدې او تل پاتې شراكت دارۍ د منطقې لپاره پراخه ګته لري ۔
متعلقہ مضامین
-
Hundreds of trees ruined in Murree forest fire
-
International community becomes partner in Kashmiris’ oppression: Sherry
-
3,919 Pakistani pilgrims arrive in Saudi Arabia in three days: Ministry
-
Pakistan moves six points up in international travels and tourism index
-
IHC grants time to NAB for arguments on acquittal plea of Ahsan Iqbal
-
Governor terms education, environment, thalassaemia top priorities
-
PM Shehbaz, Shujaat pledge to end economic crisis
-
Pak-China Traditional Medical Alliance established in Jinan, China
-
PM suggests NA resolution to condemn BJP leaders’ remarks
-
Govt to shift advance tax load to upper class: Miftah
-
AirBlue flight narrowly avoided at Peshawar Airport
-
Govt to bring 2.5 mln shopkeepers in tax net