اسلام آباد۔1مئی(اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري د وفاقي حكومت په مرسته سندھ پوليس لپاره د ضروري سامان برابرول باوري كولو په حاجت زور راوړلو سره هدايت كړے دے چې د سندھ په بېلو سيمو كښې دې د پرمختيائي كارونو رفتار تند كړے شي۔ د ایوان صدر میډیا ونګ لخوا د جاري شوې اعلاميې له مخې صدر مملكت آصف علي زرداري ته د شورؤ په ورځ په وزیرِ اعلیٰ هاؤس، کراچۍ كښې په سندھ كښې د امن او امان مجموعي وضعې په اړه بريفنګ وركړے شو۔ د سندھ وزيراعلی مراد علي شاه صدر مملكت ته د امن وضعې په اړه بريفنګ وركړو او د قانون نافذ كوؤنكو ادارو استازو صدر مملكت كراچۍ كښې د روانو جرمونو ٬ د كچے سيمې او د صوبې د مجموعي امنيتي وضعې څخه خبر كړو۔ په دې موقعه خپل خبرو كښې صدر مملكت هدايت وكړو چې د ښار د داخلي او خارجي لارو دې فعاله نګرانۍ له نظام وضعه كړے شي۔ ده ووئيل كراچي سيف سټي پراجېكټ په بېړني بنيادونو ترسره كولو ته اړتيا ده۔ صدر مملكت زياته كړه چې پوليس دې د غلا شوي مال فعاله ټرېكنګ باوري كولو له مناسبه قانوني كارروائي وكړي۔ ده ووئيل د چينائي وګړو امنيت باوري كولو له دې هر ډول معاونت وكړے شي۔ ده ووئيل د كچے په سيمه كښې دې عمليات بشپړه قوت سره روان وساتلے شي۔ ده ووئيل د كچے سيمو كښې د قبائلي مسئلو حل لپاره دې د كميونټي او ځائي لارښودو مرسته ترلاسه كړې شي۔ صدر مملكت په تعليمي ادارو كښې د منشياتو په خپرېدو اندېښنه ښكاره كولو سره ووئيل چې كراچۍ ښار به منشياتو څخه پاك ښار جوړول وي۔ ده ووئيل د زده كوؤنكو دې لازمي ټېسټونه وكړې شي ٬ د بحالۍ مركزونو لپاره خصوصي قانون جوړېدے شي۔ وفاقي وزيرانو محسن نقوی، خالد مقبول صدیقی ، صوبائی وزيرانو شرجیل میمن، ناصر شاہ ٬ ضیاء الحسن النجار او د قانون نافذ كوؤنكو وفاقي او صوبائي ادارو استازو هم په غونډه كښې ګډون وكړو۔
متعلقہ مضامین
-
Levis official injured in firing
-
Old enmity claims life
-
Pakistan believes in peaceful co-existence: PM
-
PM felicitates COAS on conferment of King Abdulaziz Medal
-
Govt taking keen interest in resettlement through artificial rains in Cholistan: Baligh
-
102 Corona patients quarantine in RWP
-
Punjab govt issues gazette notification of new government bodies system
-
Self-reliance, tactical solutions needed to tackle economic difficulties: PM Shehbaz
-
LG polls: MQM-P threatens to end agreement with PPP
-
First-ever Pakistan Mango Festival held in Australia’s capital
-
CII urges PM to withdraw SBP’s appeal against anti-interest verdict
-
Cholistan to have 110 more schools