اسلام آباد 06 جون (اے پي پي) صدر آصف علي زرداري د ګلګت بلتستان سماجي او اقتصادي پرمختګ پلو د پام لرنې په ضرورت زور رواړلو سره وئيلي دي د ګلګت بلتستان اولس ته په چوكاټ دننه بنيادي سهولتونه وركولو لپاره به د صحت، تعليم او د سړكونو انفراسټرکچر پرمختګ لپاره اقدامات كولې شي، ګلګت بلتستان كښې بلها او پراخه اقتصادي صلاحيت موجود دے۔ د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې صدر مملکت آصف علي زرداري دا خبرې د ګلګت بلتستان کونسل غړو سره كړې چا چې دوي سره د زيارت په ورځ ملاقات كولو۔ صدر مملکت آصف علي زرداري ووئيل ګلګت بلتستان د چين په سنګم پروت دے، ګلګت بلتستان كښې سرمايه كارۍ سره به په منطقه كښې معاشي خوشحالې راشي۔ په دې موقع پلاوي صدر مملکت د ګلګت-بلتستان د پرمختيائي او مالي ضرورتونو نه خبر كړو۔ په دې موقع د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام ، د ګلګت بلتستان وزيراعليٰ ګلبر خان، د ګلګت بلتستان کونسل غړي او لوړ پوري هم موجود وو۔ پلاوي د ګلګت بلتستان پرمختګ، او د مسئلو په حل كښې په خوښۍ لرلو د صدر مملکت مننه وكړه۔ دغسې صدر مملکت پلاوي ته د ګلګت بلتستان د مسئلو په حل كښې د خپلې مرستې او ملاتړ باور وركړو۔
متعلقہ مضامین
-
APHC urges Kashmiris to observe Martyrs’ Week
-
Alvi writes to PM over violence against media
-
ECC decides to reduce gas rates for industry
-
PM felicitates Muslim Ummah, prays for Pakistan’s prosperity
-
Imran’s ‘fatwa’ of treason against CEC baseless: EC
-
Hajj-e-Akbar: PM prays for Ummah’s unity, Pakistan’s prosperity
-
LHC grants bail to journalist Imran Riaz Khan
-
Security, traffic arrangements for tourists in Murree reviewed
-
Kashmiris to observe July 13 as Martyrs Day
-
Pakistan rated ‘second-worst’ country on gender parity index
-
Water hits homes, shops as Jhelum lashed by heavy rain
-
KP CM wants leftover DHQ hospitals empanelled on Sehat Card