اسلام آباد 16 جولائي (اے پي پی) د قانون او انصاف وفاقي بېرسټر سید علي ظفر سره د يو اېن ډي پي پاكستان كښې د فاټا ګورننس پراجېكټ چيف ټېكنيكل سپېشلسټ سكائي كرسټنس ليدلي دي ۔ د ملاقات په مهال د فاټا او پاټا خېبر پښتونخوا كښې د انضمام چارو پحقله خبرې اترې شوې۔ وفاقي وزير ووئيل د فاټا خېبر پښتونخوا كښې د انضمام پحقله مسئلې به په ترجيحي بنيادونو هوارول باوري كولې شي۔ ده ووئيل د فاټا وګړو ته به هم ھغه آسانۍ وركولې شي كومې چې د خېبر پښتونخوا اولس ته ترلاسه دي۔ وفاقي وزير د فاټا ګورننس پراجېكټ چيف ټېكنيكل سپشلسټ سكائي كرسټس ته ووئيل وزيراعظم د پاټا او فاټا خېبرپښتونخوا كښې د انضمام نه پس آسانۍ وركولو لپاره وفاق او د خېبرپښتونخوا په كچه كمېټۍ جوړې كړې ۔ د ملاقات په مهال د فاټا ګورننس پراجېكټ چيف ټېكنيكل سپشلسټ سكائي كرسټس وفاقي وزير ته ووئيل يو اېن ډي پي به راتلونكو څلورو كلونو په مهال فاټا كښې د تعليم ٬ سماجي٬ معاشي ٬ قانون سازۍ كښې بهترۍ او كلتوري اړيكو لپاره 26 مېليونه ډالره وركوي۔ ده ووئيل يو اېن ډي پي د اولس د مسئلو د هواري ډاډګيرنه كوي۔ ده فاټا او پاټا كښې اولس ته آسانۍ وركولو لپاره د وفاقي وزير د هلو ځلو ستائنه وكړه۔ ملاقات كښې د خېبر پښتونخوا ٬ د قانون او انصاف وزارت چارواكې هم موجود وو
متعلقہ مضامین
-
Accountability biggest issue for incompetent league: Gill
-
Punjab govt takes big step to make LG institutions functional
-
Govt expected to hike power tariff rate by Rs1.68
-
Pakistan strongly condemns Kabul hospital attacks
-
Covid-19 national positivity ratio stands at 1.16 percent
-
Pakistan nears completing FATF’s ‘toughest’ action plans: Hammad
-
SC directs provinces to submit reports on tree plantation
-
Imran to be premier for next five years: Gill
-
IHC asks for report from chief commissioner over bonded labour
-
Overseas Pakistanis remit over US $ 2.4 billion through 250,000 RDAs
-
1,634 apartment POLs issued to govt employees
-
Alvi calls for youth guidance to benefit from Kamyab Jawan Program