کابل ۔ 15 دسمبر (اے پی پی) پاكستان او افغانستان خپلو كښې تجارتي ٬ سياسي او كلتوري اړيكې مخ په وړاندې بوتللو ته صلا شوي دي۔ د دواړو هېوادونو ترمينځھ دا صلا كابل كښی د درې اړخيزه غونډې په مهال د خارجه وزير شاه محمود قرېشي افغان اولس مشر اشرف غني سره ملاقات كښې راغله۔ د ملاقات په مهال د دوه اړخيزه اړيكو لا غوره جوړولو په شمول په نورو مهمو سيمې ايزو او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ افغان اولس مشر د افغان مفاهمتي عمل په لړ كښې مذاكراتو كښې په ګډون كولو او د مرستې په باور وركولو د شاه محمود قرېشي مننه وكړه۔ خارجه وزير شاه محمود قرېشي خپلو خبرو كښې ووئيل د درې اړخيزه مذاكراتي فورم سره رابطو ته وده وركولو او منطقه كښې امن او استحكام په ځائې كولو كښې به مرسته ترلاسه شي۔ افغانستان كښې امن او استحكام به نه يوازې د دواړو هېوادونو بلكې د ټولې منطقې په ګټه وي۔ خارجه وزير د مذاكراتو غونډې په غوره ډول كولو د افغان اولس مشر اشرف غني مننه وكړه۔
متعلقہ مضامین
-
Pakistan sees slight rise in Covid-19 positivity ratio again
-
Rumours of Imran Khan, Bushra Bibi’s separation dispelled
-
Sindh governor takes notice of tribal conflict in Shaheed Benazirabad
-
Pakistan fully capable to meet new security challenges in region: Chinese Scholar
-
PM to launch Pakistan’s first-ever instant payment system ‘Raast:’ Farrukh
-
Fazl meets PTI’s estranged leader
-
India now a stronghold of extremists: Sarwar
-
HBL PSL 7 to hold Golden Ribbon Day for childhood cancer awareness
-
Secretary Culture served notice for illegal action
-
AGP seeks meeting with Nawaz’s doctor
-
PFA seized 1400 liter adulterated milk
-
Peshawar Zalmi post above 200 to test depleted Islamabad United