جدہ 30 مئي (اے پي پي)خارجه وزیر شاہ محمود قرېشي وئيلي دي چې د حج كوټه تر دوه لكه په زياتولو د سعودي د ولي عهد شهزادہ محمد بن سلمان او د سعودي واكمنو مننه وكړه۔ دا خبره د زيارت په ورځ جده كښې د حج ډائرېكټر جنرل د ساجد یوسفاني لخوا د حج انتظاماتو پحقله د بريفنګ په مهال كړې۔ د دې نه وړاندې ساجد يوسفاني خارجه وزیر مخدوم شاہ محمود قرېشي ته د حج انتظاماتو پحقله بريفنګ وركړو۔ ډي جي حج وفاقي وزير خبر كړو چې سږ كال د وزیراعظم عمران خان په امر د حاجياتو اسانيو لپاره خاص انتظامات كوٶ۔ خارجه وزير شاہ محمود قرېشي ووئيل د حاجياتو جده ته راتګ او پاكستان ته تر بېرته ستنېدو دې د دوي د آسانيو او آرام خاص خيال وساتلې شي۔ ده ووئيل د حج كوټه تر دوه لكه په زياتولو د سعودي د ولي عهد شهزادہ محمد بن سلمان او د سعودي واكمنو مننه كوٶ۔ خارجه وزير ډي جي حج ته امر وكړو په حاجيانو كښې د شامل سپين ګيرو دې خاص خيال وساتلې شي دغسې چې دوي ته د حج په مناسك ترسره كولو كښې هېڅ قسمه تكليف نه وي۔ خارجه وزير سږ كال حاجيانو لپاره د استوګنې او په نورو انتظاماتو د اطمينان څرګندونه وكړه
متعلقہ مضامین
-
LHC disposes of petition against ‘failure’ to release PTI workers
-
Let’s turn Pakistan into country where public service is defined as politics: PM
-
KP formulates Antimicrobial Resistance Surveillance plan in animal health sector
-
PMLN made Pakistan’s defense impregnable: Muqam
-
Muslim world urged to shun ties with India until Yasin’s release
-
Pak-China plus movement urged for region
-
Education ministry working on National Curriculum Summit
-
Imran, Alvi, Bilawal, all four CMs felicitate CPNE office-bearers
-
No delegates from Pakistan visited Israel: FO
-
Mathematics paper leaked in Nawabshah matric exam
-
Punjab CM for improved supply of subsidized four
-
Federal Ombudsman launches awareness campaign about cybercrimes against children