اسلام آباد 11 جولائی (اے پی پی) د اپوزیشن ګوندونو رهبر كمېټۍ د بلوچستان څخه د نېشنل ګوند لارښود میر حاصل خان بزنجو د سېنېټ چیئرمېن لپاره خپل كانديد نومولې دے۔ د رهبر كمېټۍ كنوینر اكرم خان درانی كمېټۍ غړو سره د زيارت پھ ورځ ځائې هوټل كښې خبرې كنفرنس ته ووئيل اپوزیشن د سېنېټ چیئرمېن لپاره د میر حاصل خان بزنجو په نامه اتفاق كړې او د هغه پھ نامه كوم هم ګوند اختلاف نه لري۔ ده ووئيل د اپوزیشن ټول ګوندونه به میر حاصل بزنجو له ووټ وركولو سره هغه كامیابوي۔ده ووئيل د ریكوزیش جمع كولو نه پس اوس د سېنېټ چیئرمېن په 14 ورځو كښې د غونډې رابللو پابند دے۔ د خبرې كنفرنس نه پس د كمېټۍ غړو د خبريالانو د پوښتنو ځواب وركولو څخه ډډه وكړه۔ د كمېټۍ په غړو كښې شاهد خاقان عباسی، احسن اقبال، فرحت اللہ بابر، سیّد نیر بخاری، میا افتخار حسېن، شفیق پسروری، عثمان خان كاكړ او میر طاهر بزنجو شامل و
متعلقہ مضامین
-
Seven arrested over setting forest ablaze in Swat
-
UN Women Pakistan and Nishat Mills Ltd join forces to promote gender equality
-
Population of donkey increases to 5.7 million in Pakistan
-
Cabinet approves budget proposals for fiscal year 2022-23
-
Budget 2022-23: No other option but to make difficult decisions, says Mifta Ismail
-
Corruption and money laundering cases against me are baseless, Shahbaz tells Lahore court
-
India asked to shun Hindutva policies, stop targeting Muslims
-
IGP sacks five CIA cops over illegal activities
-
KP police to purchase drones for patrolling, aerial surveillance
-
Use of plastic bags to be completely banned from June 15: Wahab
-
Marghuzar settlements at risk as Swat forest fires rage on
-
Most of loans taken to pay for PML-N’s debt