اسلام آباد 01 اګست (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي پاكستان ګاٶنډي هېوادونو سره په شريك سوله ايز سباٶن باور لري ٬ هند سره د جمو كشمير پشمول ټولې د هواري وړ شخړې د خبرو اترو د لارې حل كول غواړو٬ پرتګال او بيلجيئم سره دوه اړخيزه تجارت ته وده وركولو لپاره فعاله او جامع ګامونه پورته كولو ته اړتيا ده۔ اولس مشر ډاكټر عارف علوي دا خبرې پرتګال او بيلجيئم لپاره نومولې شوو سفيرانو جاوېد جليل خټك او ظهير اسلم جنجوعه سره كړې چا چې اولس مشر سره د زيارت په ورځ جلا جلا ملاقاتونه كول۔ اولس مشر په دواړو نومولو شوو سفيران زور رواړو چې پاكستان د سېلګرۍ په اړه پراخه استعداد لرونكې هېواد دے او تاسو له پرتګال او بيلجيئم كښې د پاكستان سېلګرۍ ودې له كار پكار دے۔ ده ووئيل پاكستان پرتګال اوبيلجيئم سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي۔ اولس مشر په دواړو سفيرانو زور رواړو چې دواړٶ هېوادونو سره د دوه اړخيزه اړيكو په خاص توګه د اروپائي ائتلاف په تناظر كښې د شريكې خوښې په بېلا بېلو څانګو كښې اړيكو او مرستې ته وده وركولو لپاره كار وكړي۔ ده ووئيل د پاكستان حكومت د ويليو اېډډ مصنوعاتو غوندې د ډيزائنر څيزونو په درآمد كښې زياتوالي او هېواد كښې د سرمايه كارۍ او كاروبار لپاره ښه ماحول لپاره كار كوي۔ اولس مشر دواړو سفيرانو ته امر وكړو چې ھغوي د اقتصادي مرستې بحالۍ له نور ګامونه پورته كړي۔ اولس مشر ووئيل پاكستان د نړۍ يوازنې هېواد دے چې د ترهګرۍ د لعنت ئې په مړانه مقابله كړې او ورته ئې ماتې وركړې٬ پاكستان امن پسند هېواد دے او په
متعلقہ مضامین
-
BAP proposes two names for NAB chairman
-
Chaudhry Shujaat rejects support for Hamza as Punjab CM
-
India blocks Radio Pakistan’s twitter account
-
IHC serves notices on appeals in Noor Mukadam case
-
Timely conclusion of development projects top priority: Ziaullah
-
330,451 Hajj pilgrims arrived in Madinah
-
SHC once again summons petitioner in Aamir Liaquat autopsy case
-
‘Beneficiaries’ pointing finger at ‘neutrals’ now
-
My own party plotted against me in 2018 polls
-
PTI ‘snatched’ right of people of Punjab
-
PTI gets permission to hold rally at Parade Ground
-
CMEC to commission first unit of 1,263MW PTPL power plant on July 6