اسلام آباد 04 مارچ (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئېلي دي عمران خان د نوو جمهوري رواياتو بنياد ايښودے٬وزيراعظم د كوم فشار نه بغېر په ذاتي توګه پريكړه كړی چې هغه به د مارچ په 6مه نېټه د ايوان څخه بيا د اعتماد ووټ اخلي٬اپوزېشن په دې خبره هم پرېشانه دے چې وزيراعظم ولې د اعتماد ووټ اخلي٬اوس پريكړه شوې چې جمهوري اقدار به چلېږي٬د دوكې درغلۍ او د لوټ سياست د لارې هېواد نه شي چلېدے۔د زيارت په ورځ نجي ټي وي چينل سره په خبرو كښې ده ووئيل وزيراعظم به بېا د اعتماد ووټ ترلاسه كوي٬په ايوان كښې به د حكومت او اتحادي ګوندونو ټول غړي موجود وي٬د پاكستان په تاريخ كښې د دې نه وړاندې كله هم داسې نه دي شوې چې وزيراعظم په اخلاقي بنيادونو بېرته د اعتماد ووټ اخلي۔ده ووئيل وزيراعظم عمران خان اتحادي ګوندونو سره په مشوره صادق سنجراني د سېنېټ چيئرمېن لپاره كانديد نومولے ۔د دې بنيادي وجه دا ده چې هغه د بلوچستان سره تعلق لري چې دغسې بلوچستان نمائندګي ترلاسه كړي او دې سره سره د هغه د تېرو دريو كلونو كاركردګي هم كتلې شوې
متعلقہ مضامین
-
NAB bent upon making Pakistan corruption-free: Javed Iqbal
-
PML-N nowhere close to breaking into factions: Maryam
-
KIIR seeks UN intervention to address IIOJK issue
-
Earthquake jolts Quetta
-
Will not allow stealing votes in Gilgit-Baltistan: Maryam Nawaz
-
MoCC to launch ‘Olive Tsunami’ project soon
-
PPP MPA Nawab Sardar Chandio appeared in court in triple murder case
-
CTD guns down two suspected militants in Punjab, seizes weapons
-
Court adjourns Mehar triple murder hearing till Nov 17
-
Info Ministry: from oblivion to preeminence
-
PRCS on high alert to deal with Covid-19 second wave: Abrar
-
Should Pakistan celebrate Biden presidency?