اسلام آباد۔24مئی(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي هېواد كښې آزادې ٬ منصفانه او سپېځلې ټاكنې باوري كولو له الېكټورل ريفارمز ته اړتيا ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د ګل په ورځ د ډسټرکټ بار راولپنډی، لاهور هائی کورټ بار پنډۍ بینچ، پنجاب بار کونسل او د هائی کورټ بار ملتان بېنچ پلاوي سره خبرو كښې وكړه۔ د وكيلانو وررولۍ د حكومت د الېكټورل اصلاحات عمل مخ په وړاندې بوتللو ستائنه وكړه۔ پلاوي سره خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل مونږ د وكليلانو ورورولۍ د مسئلو نه خبر يوو۔ د دوي مسئلې حل كولو ته حكومت پام لرنه كوي ۔ هغه ووئيل وكيلانو ته به پروفیشنل لونز وركولے شيِ۔ د 45 كالو نه كم عمر وكيلانو ته به خپل چېمبر جوړولو له د كامياب جوان پروګرام ترسېوري لاندې د 10 لکه روپو آسان قرض وركولے شي۔ هغه ووئيل وكيلانو او خبريالانو له د وزيراعظم نيا پاكستان هاؤسنګ سكيم كښې 10 مرلې كور لپاره د 60 لکه روپو قرض وركولو په وړاندېز غور روان دے۔ هغه ووئيل وكيلانو او خبريالانو ته هېلت كارډ وركولو له به هم هڅې كولې شي۔ وفاقي وزير سره ملاقات كوؤنكو كښې د هائی کورټ بار راولپنډی صدر عبدالرزاق خان او جنرل سیکریټری شهزاد علی بھټی په شمول د اېګزېكټو كمېټۍ غړي شامل وو۔ د ډسټرکټ بار راولپنډی په پلاوي كښې صدر رضوان اختر اعوان او جنرل سیکریټری عمران یوسف نیازي، نائب صدر انصر محبوب، جوائنټ سېکریټری عائشه اشتیاق، اېګزیټو غړي سدرا اشرف رانا، رقیه، ساجد تنولي، اکمل عباسي ، بابر نوید، جنید اختر، توقیر محمود، سخاوت حسین شاہ، فائنس سیکریټری غیاث او لائبریری سېکرټري امجد اعوان شامل وو۔ د پنجاب بار کونسل پلاوي كښی بشارت خان، اسد محمود عباسی، چوعدری آصف محمود لکھن، فرخ عارف بھټی او توفیق آصف شامل وو۔ د هائي كورټ ملتان پلاوي مشري صدر ملك سجاد حېد او عمومي سېكرټري سيد رياض كوله۔
متعلقہ مضامین
-
Aleem seeks new mechanism for wheat procurement, distribution
-
‘Remarkable turnaround’ of economy despite Covid: PM
-
Hate speech against Pakistanis
-
27 references against benami transactions initiated: FBR
-
Islamophobia: Causes & Consequences
-
PML-F’s Durrani meets Shahbaz in jail; advises him to get on ‘track to dialogue’
-
Struggle to empowerment: a tale of unmatched magnificence
-
Governor Sindh acknowledges services of health workers
-
Dense fog disrupts air, land traffic in Punjab
-
Seven-year-old girl gang-raped, killed; accused arrested
-
Opp’s narrative against institutions has met its logical end, says Buzdar
-
Quaid-e-Azam and Benazir Bhutto