لیه 26 مئي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي غواړم چې هر وګړے د هېلت انشورنس سهولت ولري٬ د نړۍ بل كوم هېواد دومره لوي سهولت نه وركوي٬ نوې روغتونونه جوړولو لپاره به د نجي څانګې ډاډګيرنه كولې شي، ښارونه هله خپرېږي كله چې د لرې پرتو سيمو پرمختګ ته پام ونه كړې شي، د پرمختګ په عمل كښې د ټولو سيمو شاملول پكار وي٬ د ډاكوانو په ضد كاروائۍ كښې به رېنجرز هم د پوليس مرسته كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د صحت سهولت كارډ وركولو دستورې ته خپله وېنا كښې وكړه۔ په دستوره كښې د پنجاب وزيراعليٰ عثمان بزدار، د صحت صوبائي وزيرې صحت ډاکټر ياسمين راشد،پارلماني غړو او نورو ګډون وكړو۔ وزيراعظم ووئيل زه غواړم چې هرې كورنۍ سره هېلت انشورنس وي٬ د نن نه 50 ٬ 60 كاله وړآندې پاكستان په تندۍ سره پرمختګ كولو٬ د نړۍ هر هېواد ته تګ لپاره ھغه وخت ويزے ته هم ضرورت نه ٶ٬ ھغه وخت برتانيه كښې قانون ټولو لپاره يو برابر ٶ او برتانيه يو فلاحي رياست ٶ او هلته به د ټولو خلقو په سركاري روغتون كښې وېړيا درملنه كېدله۔ده ووئېل پاكستان يو فلاحي رياست لپاره جوړ شوے ٶ خو د بده مرغه زمونږ هېواد فلاحي رياست جوړ نه كړے شو۔ وزيراعظم ووئيل بې وسه كسانو لپاره د درملنې ويړيا سهولت لوي نعمت دے ٬ شوکت خانم کېنسر روغتون هم د بې وسه كسانو درملنې لپاره جوړ كړے شوے ځكه چې د كېنسر درملنه ډېر ګرانه ده ۔ ده ووئيل د انسانيت خېرښګړې لپاره اقدامات څخه بركت راځي، د مدينې رياست د نړۍ وړومبے فلاحي رياست ٶ٬ نړۍ كښې د مدينې رياست لوي انقلاب راوستے۔ وزيراعظم ووئيل پاكستان كښې كوچنيان د زياتره بنيادي سهولتونه په نه ترلاسه كېدو مري او د مور او ماشوم مرګونه هم زمونږ په هېواد كښې زيات دي، په دې كښې كمي لپاره د مور او ماشوم روغتونونه لرې پرتو سيمو كښې جوړول زيات ضروري وٶ۔ده ووئېل د صحت بنيادي مركزونه د لمر په توان منتقلي هم ډېر اهميت لري۔ وزيراعظم ووئيل د كم پرمختللو ډويژونونو پرمختګ ته پام كول د اعلٰې وزير احسن اقدام دے ځكه چې د ښارونو آبادي په تندۍ سره زياتېږي٬ د اسلام آباد او لاهور آبادي 1.5چنده زياته شوې ، هلته سهولتونه هم وركړے كېږي او مسئلې راپېدا كېږي، د ښارونو خپرېدل هله كېږي كله چې د لرې پرتو سيمو پرمختګ ته پام ونه كړې شي، دې لپاره د پرمختګ په عمل كښې ټولې سيمې شاملول پكار دي۔ ده ووئيل د پرمختګ پېكج سره به غربت او په بې روزګارۍ قابو موندلو له مرسته ترلاسه شي۔ وزيراعظم ووئيل په سيمه كښې د ډاكوانو په ضد كاروائۍ كښې به پوليس او رېنجرز په ګډه كاروائي كوي ٬ په دې لړ كښې به رېنجرز د پوليس مرسته كوي۔ د دې نه وړآندې وزيراعظم د مور او ماشوم روغتون د بنياد تيګه كېښوده او صحت سهولت كارډز ئې هم وګړو له وركړل
متعلقہ مضامین
-
Literary session with Iftikhar Arif held at NUML
-
India falling into pits of extremism and polarisation: Alvi
-
Covid vaccine to be available in Pakistan in Feb or March: Faisal
-
Masood slams India’s move to set up army settlement in Badgam
-
International conference on Al Farabi starts tomorrow
-
Shibli asks int’l community to take notice of India’s terror campaign in Pakistan
-
Man kills wife, two children over domestic dispute
-
INCREASING TRADE WITH AFGHANISTAN WOULD BRING ECONOMIC PROSPERITY FOR BOTH COUNTRIES: PERVAIZ KHATTAK
-
Two more kids die of malnutrition in Tharparkar; toll reaches 755 this year
-
‘Ten Billion Tree Honey’ initiative to encourage honey production: SAPM
-
Cheques given away under Christmas celebrations
-
Improved bilateral and economic Pak-Afghan relations to usher in prosperity across the borders: Asad Qaisar