اسلام آباد 14جون (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئېلي دي چې د پاكستان معيشت يوازې د استحكام نه بلكې د پرمختګ پلو روان دے٬موجوده بجټ د ټولنې هرې طبقې لپاره د اميد وړانګه ده٬د بجټ مهمو نكاتو په اړه دې اولس ته بشپړه خبرتيا وركړی شي۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د ګل په ورځ د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د ګوند وياندو غونډې ته وېنا كولو په مهال كړې۔ د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې په غونډه كښې وفاقي وزيرانو٬خاص مرستيالو٬د ګوند مشرانو او وياندو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې د هېواد په صورتحال په خاص توګه د حكومت لخوا وړاندې كړی شوې اولسي پرمختيائي بجټ٬په بجټ كښې اولس ته د وركړې شوي رېليف او خاص معاشي پرمختګ عمل تندولو پھ اړه په اقداماتو غور وكړے شو٬ د ګوند مشرانو په يو متوازن٬اولس دوست او د ټولنې هرې طبقې لپاره په مثبت بجټ وړاندې كولو وزيراعظم او د حكومتي معاشي ډلې ته مباركي وركړه۔ وزيراعظم غونډې ته د وېنا كولو په مهال ووئيل چې پھ دې خبره بې حده اطمينان لرم چې د پاكستان معيشت نه يوازې د استحكام بلكې د پرمختګ په پلو روان دے۔ ده ووئيل چې د كورونا وباﺀ په مهال په نړيواله كچه هر معيشت ته سخت زيان رسېدلې او معاشي مسئلې پېدا شوي خو پاكستان كامياب حكمت عملۍ سره معاشي سفر كړی۔ ده ووئيل چې موجوده بجټ پرمختيائي بجټ دے٬د كوم مقصد چې نه يوازې معاشي استحكام مستحكم كول دي بلكې د معيشت مهمو څانګو كركيلې٬انډسټري٬هاؤسنګ او نورو مهمو څانګو ته وده وركول دي۔وزيراعظم د ګوند وياندو ته هدايت وكړو چې د بجټ نكات په اړه اولس ته بشپړه خبرتيا وركړي دغسې چې غلط فهمۍ خپروونكو عناصرو عزائم ناكامه شي
متعلقہ مضامین
-
Punjab School Education Department to hold December exams now on Feb 1
-
Sindh notifies release of eight terminally ill prisoners
-
Fazlur Rehman to lead PDM rally in Bahawalpur today
-
Commissioner takes notice on complaints of Mardan tobacco growers, labourers
-
The shock it gave us all!
-
Usama murder case: ATC extends physical remand of five policemen
-
Threats posed by Islamophobia need collective response of muslim leadership: Sanjrani
-
Taliban, Afghan govt team begin second round of peace talks
-
Naval chief, envoy discuss Pak-Saudi maritime cooperation
-
TME wins GDIB Award 2021
-
PPP dismissed its govt in Balochistan when Hazaras protested: Bilawal
-
Oil gains with supply constraints in focus after Saudi cuts