اسلام آباد 02 دسمبر (اے پي پي) د قامي صحت وفاقي وزير عبدالقادر پټيل وئيلي دي په افغانستان كښې د 2.3 اربه روپو په لګښت جوړو كړو درېو روغتونونو لپاره پاكستان يو ارب روپۍ مرسته وركوي چې پكښې 50 كروړه روپۍ داروګانو لپاره مختص كړې شوي۔ د جمعې په ورځ د افغانستان د صحت وزير ته د داروګانو وركولو دستورې په مهال وفاقي وزير ووئيل په افغانستان كښې درې روغتونونه چې پكښې د 200 كټونو پشمول په كابل كښې جناح روغتون، د 60 كټونو په جلال آباد كښې نشتر روغتون او د 160 كټونو په لوګر كښې لغاري روغتون شامل دے چې ورله پاكستان يو ارب روپۍ مرسته وركوي۔ ده ووئيل اېم آر آئي، اېکسرے او د ډائيلاسز سامان هم وركړے شوے او د افغانستان 24 ډاکټرانو، 24 نرسانو او 21 ټيکنيشنز ته په پمز روغتون اسلام آباد كښې تربيه وركړې شوې او پنځلس ډاكټرانو ته په پېښور كښې تربيه وركړې شوې ۔ ده ووئيل افغانستان كښې د زلزلې په مهال د مرستې درې ټركونه لېږلې شوي او پنځه نن د جمعې په ورځ لېږلې شوي او درې ټركونه به په راتلونكې اوونۍ كښې لېږلې شي۔ ده ووئيل مونږ هڅه كوٶ چې افغانستان سره د دې نه هم زياته مرسته وكړو
متعلقہ مضامین
-
PNCA organizes puppet show at Lok Mela
-
Ashrafi welcomes agreement with TLP
-
Saudi Arabia always supported Pakistan in difficult times: Fawad
-
Govt committed on GB development: Tarin
-
Step up climate change efforts or face consequences, warns UN
-
NAB halts inquiry against Pervaiz Khattak in Malam Jabba scandal
-
Senate session marred by opp protest
-
Dengue cases continue to decline in Rawalpindi
-
Jammat Islami to file petition over Pandora leaks
-
NCOC records 9 coronavirus deaths, 449 new cases in a day
-
It’s mandatory for everyone to pay taxes: Shaukat Tarin
-
Three ordinances, 13 bills laid in National Assembly