اسلام آباد 25 دسمبر (اے پي پي) صدر مملکت ډاکټر عارف علوي د کرسمس په موقع پاکستان او د ګردې نړۍ مسيحي ورورولۍ له مباركي وركولو سره وئيلي دي چې دا ورځ مونږ ته د حضرت عيسيٰ ؑ د محبت، امن، رواداري او د انسانيت د تبليغ ياد تازه كوي٬ حکومت د اقليتي ټولنې د بنيادي حقونو د تحفظ عزم لري٬ د كومو ضمانت چې د پاكستان په آئين كښې وركړې شوې دې٬ د شك نه غېر پاکستان كښې اقليتونو و د هېواد پرمختګ او سوكالۍ لپاره شپه او ورځ كار كرې۔ د کرسمس په موقع خپل پېغام كښې صدر مملکت ووئيل نن ګرده نړۍ او پاكستان كښې د لكهونو په شمېر مسيحي ورورولي د حضرت عيسيٰؑ د زېږېدنې ورځ لمانځي ٬ څوك چې امن٬ ورورولۍ او د انسانيت احترام علامت په توګه دنيا رالېږلې شوې ٶ٬ د کرسمس ورځ مونږ ته د حضرت عيسيٰؑ د محبت، امن، روادارۍ او انسانيت لپاره د تبليغ ياد تازه كوي٬ د مسلمان په حېچ مونږ د حضرت عيسيٰ ؑ د لوي څښتن د يو عظيم پيغمبر په توګه احترام كوٶ٬ حکومت د پاکستان د اقليتيورورولۍ د ھغه بنيادي حقونو د تحفظ عزم لري د كومو ضمانت چې د اسلامي جمهوريه پاکستان آئين كښې وركړې شوې دې۔ صدر ډاکټر عارف علوي ووئيل د خوشحالۍ په دې موقع ټولو اقليتونو په خاص توګه د مسيحي ورورولۍ خوږ هېواد لپاره په خاص توګه صحت او د تعليم په مېدا كښې د قدر وړ خدماتو ستائنه كولو سره د دې باور څرګندونه وكړه چې مسيحي ورورولي به پاكستان كښې امن او خوشحالۍ لپاره خپل كردار لوبوي
متعلقہ مضامین
-
Pak, Chinese varsities cooperate for quality CPEC development
-
Pakistan concerned over politicisation of FATF: FO
-
SBP reserves rise to $17.2 billion
-
KP govt to review progress in merged districts
-
KP CM inaugurates several uplift schemes in Mansehra
-
Basic services to citizens on doorstep top priority: Akhtar
-
Kartarpur Corridor completes two years
-
Indian mindset greatest hurdle to peace in region: Imran
-
Pakistan wants enhanced ties with EU, UK: Gen Bajwa
-
Bilawal Bhutto to host dinner in honor of opposition leaders
-
Fawad, Rasheed praise PM for appearing in court
-
Osama Mahmood becomes DPR Punjab Police