اسلام آباد 03 جنوري (اے پي پي)د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير پروفيسراحسن اقبال د سمندري چارو وزارت ٬د پاور ډويژن٬د ګوادر پورټ اتهارټي(جي پي اے)او چائنا اوورسيز پورټس هولډنګ كمپنۍ لمېټډ(سي او پي اېچ سي اېل)300 مېګاواټ كول فائر پروژې لپاره د 100 فيصد برېښنا كهپټ باوري كولو سپارښتنه كړې دغسې چې قامي خزانې ته كوم ډول زيان ونه رسي۔دا سپارښتنه ده د نهې په ورځ په 300 ميګاواټ كول فائرډ پاور پراجېكټ د پېشرفت په اړه د جاد اخستلو غونډې مشري كولو په مهال كړې۔په غونډه كښې د سي او پي اېچ سي اېل چيئرمېن٬د ګوادر پورټ اتهارټي(جي پي اے)چيئرمېن او د نورو اړوند سټيك هولډرز ګډون وكړو۔د دې منصوبې بنياد په كال 2016 كښې چائنا پاكستان اكنامك كورېډور(سي پېك)له مخې اېښودلې شوې و چې مقصد يې ځايې برېښنا وركول ښه جوړول دي او دا پروژه د ګوادر په سيمه كښې د موجود اقتصادي پرمختګ او د ښارونو تعميرات مسئلې بتدريج حل كولو كښې مرسته وكړي۔د نهې په ورځ د غونډې مشري كولو سره وفاقي وزير پاور ډويژن ته د جنوري 2025 څخه وړاندې د دې پروژې د بشپړېدو جاد اخستلو او خنډان لرې كولو هم سپارښتنه كړي۔د يادونې وړ ده چې په ګوادر كښې چين پاكستان اقتصادي راهداري(سي پېك)له مخې ټولې لويې پروژې پشمول ګوادر پاور پلانټ٬ګوادر كښې نيو ګوادر انټرنېشنل هوائي مېدان پروژې٬چائنه پاك فرينډ شپ روغتون٬چائنا پاك ټيكنيكل اينډ ووكېشنل انسټي ټيوټ ګوادر٬ګوادر اېسټ بې ايكسپرېس وے پراجېكټ٬ګوادر فري زون او ګوادر پورټ منطقه كښې يو پړقېدونكې موتي جوړ شي۔وفاقي وزير ووئيل چې موجوده حكومت د سي پېك پروژې په تندۍ سره بشپړوي او په دې لړ كښې وزيراعظم محمد شهباز شريف په هدايت په بشپړه توګه اقدامات پورته كوي۔د يادونې وړ ده چې په كال 2022 كښې وزيراعظم محمد شهباز شريف د چين دوره كړې وه چې پكښې هغه د چين خپل هم څنګ باور وركړې و چې د موجوده حكومت وړومبې ترجيح د سي پېك پروژو بحالي ده
متعلقہ مضامین
-
Policeman gunned down in Kasur
-
Police officers of three provinces reshuffled
-
PM’s appearance in SC proves that PTI believes in rule of law
-
Health infrastructure improvement in Punjab
-
Child Protection Bureau reunites over 1,000 children with families
-
Shoaib, Rizwan fit for playing today’s semi-final against Australia
-
CIIE displays a huge market for Pak govt and exporters: report
-
US diplomat meets COAS to discuss Afghanistan situation
-
Haleem, Gohar discuss political situation
-
Leading diabetes institutions launch ‘Stop Diabetes’ campaign across Pakistan
-
1,194 convicted by NAB courts in last four years
-
Fawad Chaudhry apologetic for criticism against ECP