اسلام آباد 01 فروري (ار پي پي)د اقتصادي چارو وفاقي وزير سردار اياز صادق د كاناډا حكومت لخوا د سېلاب ځپليو په مرسته كولو پاكستان كښې د كاناډا هائي كمشنر مننه وكړه۔ د شورو په ورځ په پاكستان كښې د كاناډا هائي كمشنر ليزلے سكان لونا سره په ملاقات كښې خپلو خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل چې په كاناډا كښې بېلو برخو سره تعلق لرونكي پاكستاني كميونټي ژوند كوي۔ ده ووئيل چې كاناډا تل په سخت وخت كښې د پاكستان مرسته كړی۔وفاقي وزير د پاكستان او كاناډا ترمينځه په دوه اړخيزه تجارتي اړيكو هم رڼا واچوله۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه د تجارت په څانګو كښې پراخا استعداد موجود دې۔ د كاناډا هائي كمشنر وفاقي وزير ته ووئيل چې كاناډا په پاكستان كښې په بېلو څنګو كښې پروژې پیل كړې دي۔ده ووئيل چې زمونږ هېواد پاكستان سره په بېلو څانګو كښې تجارتي او اقتصادي اړيكو ته وده وركول غواړي دغسې چې د دواړو هېوادونو ترمينځه د تجارت او سرمايه كارۍ په څانګه كښې د كار استعداد څخه بشپړه استفاده ترلاسه شي۔(
متعلقہ مضامین
-
Kashmiri expatriates to get right to vote soon: AJK PM
-
Smoke Emitting Vehicles culprits for 45% pollution in Lahore: LHC
-
Pakistan wants economic partnerships, investment from US: Dr Moeed
-
Hydropower project of CPEC starts reservoir impoundment
-
PhD programme for special persons soon
-
IG directs zero tolerance for drug dealers
-
Demolition of Nasla Tower starts
-
SC orders demolition of Karachi’s Nasla Tower, seeks report by afternoon
-
Growing foreign debt a ‘national security issue’
-
Four of family murdered in Sheikhupura
-
Capital to get another drug addicts’ rehab center: Ijaz Shah
-
Int’l authorities confirm no Pakistani F-16 shot by IAF: Air Marshal Suleri