اسلام آباد۔ 4 فروری(اے پی پی) د بهرنيو چارو وزيرې حنا رباني كھر د بنګله دېش خارجه وزير ډاكټر اے كے عبد المؤمن سره ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې د شريكې خوښې په بېلو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د خارجه دفتر لخوا د خالي په ورځ د جاري شوي بيان له مخې د سري لنكا په پلازمينه كولمبو كښې شوي دې ملاقات كښې په دې خبره د اطمينان څرګندونه وشوه چې د دواړو هېوادونو ترمينځه په تجارتي اړيكو كښې تندي رامخې ته كېږي۔ دوئي د اقتصادي ٬ تجارتي او سرمايه كارۍ رابطو ته د ودې وركولو او د سېلګرۍ او د اولس په كچه د تړون زياتولو په حاجت زور راوړو۔ پاكستان او بنګله دېش په نړيوالو چارو او په خاص توګه اسلامي نړۍ سره په اړوندو چارو يو ډول دريځ او خيالات لري۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د بهرنيو چارو وزيره حنا رباني كھر دا مهال د سري لنكا 75 مې آزادۍ ورځې دستورو كښې ګډون كولو له د سري لنكا په دوره ده چرته به چې د آسيائي هېوادونو مهم شخصيات هم دستورو كښې ګډون كوي۔
متعلقہ مضامین
-
Senior bureaucrat faces inquiry for ‘equating’ PTI govt with Taliban
-
PTI senator resigns to make way for Tarin’s election
-
Interior minister inaugurates upgraded system of POVS
-
PM approves ERRA’s merger with NDMA
-
61k people get free treatment through Sehat Plus Card
-
NAB initiates action against impersonators
-
Sanjrani turns down Indian invite to attend PAC ceremony
-
Pakistan’s missile program one of best in world: Fawad
-
GCU, Turkish university sign accord for collaboration
-
IHC seeks report on steps taken for protection of journalists
-
Two soldiers martyred in clash with terrorists
-
Help desk under Kamyab Jawan Program soon: governor