اسلام آباد۔30اکتوبر(اے پی پی)دکورنیوچارو نګران وفاقي وزير سرفراز احمد بګټي وئیلي دي په پاکستان كښې په غیرقانوني توګه پاتې كېدونكو وګړو ته وتلو لپاره تر 31 اكتوبر ډېډ لائن وركړے شوے دے٬ د وتلو معامله په غېر قانوني توګه دلته پاتې كېدونكو لپاره ده ٬ د كومې مخصوص ډلې په ضد نه ده٬ په غیرقانوني توګه مېشته افغان وګړي به پولې ته نزدې سیموته رسولې شي٬ هغه پاکستانیان چې په غیرقانوني توګه پاتې كېدونكو ته په کرایه كورونه وركوي هغوي هم په دې جرم کښې برابرشریک دي، دوئي ته موقع ده چې په غېر قانوني توګه د پاتې كېدونكو په اړه اطلاع وركړي۔ ده ووئيل مونږ بهرنيو وګړو ته وتلو لپاره د 31 اكتوبر ډېډ لائن وركړے ۔ په دې مهال په خپله خوښه بېرته تلونكو ته به ټول ممكن سهولت وركولے شي۔ ده ووئيل اوس څوساعته پاتې دي که څوک په ټاکلي وخت له پاکستان څخه نه ځي او داعتبار وړ ویزه او پاسپورټ نه لري نو له هېواد څخه به ویستلےکېږي۔ ده ووئيل دا تاثر سم نه دے چې مونږ يواځې افغان وګړي له خپل هېواد څخه بېرته لېږؤ۔ ده ووئيل د بهرنيو وګړو د مېرمنو او مشرانو سره به د احترام معامله كولې شي٬ نزدې دوه لكه بهرني وګړي د دوو مياشتو په مهال بېرته تللي دي۔ ده ووئيل په غېر قانوني توګه دلته پاتې كېدونكي داسې كولې شي چې بېرته خپلوهېوادونو ته لاړ شي،قانوني اسناد ترلاسه کړي او بېرته راشي او بيا به دلته كاروبار كولې شي ٬ ده ووئېل مونږهرڅه د قانون مطابق ترسره کوو۔ د روغتيا نګران وفاقي وزير ووئيل د قانون او مېرټ خلاف ورزي ميډيا رامخې ته كولې شي ده ووئيل مونږ لنډې مودې لپاره راغلې يؤ٬ په پرائمري هېلتھ کیئر مونږ كار پېل كړے دے۔ ده ووئيل كوم بی اېچ یوز چې د سېلاب د لاسه ځپلې شوي هغه د ډبلیو اېچ او په مرسته بحالولې شي او وزيراعظم به ډېر زر د دې منصوبې پرانسته وكړي۔ د مذهبي چارو وزارت استازي ووئيل د سېکرټری کرنټ چارج ایډیشنل سېكرټري ته سپارلے شوے۔ 550 ملین روپۍ به پي آئي اے ته نن ادا كړې شي۔ ده ووئيل حج پالیسي 2024 به د سب كمېټۍ كليئر كولو څخه وروستو نافذ العمل وي۔ په سرکاری سکیم كښې به 25 زره او نجي سكيم كښې به 44 زره كسان حج له تللے شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښی نګراني وفاقي وزير جمال شاه ووئيل په افغانستان كښی تر ټولو زيات سندرغاړي موجود دي٬ كه هغوي په قانوني توګه دلته راتلل غواړي نو هغوي ته به سهولت وركولے شي۔ ده ووئيل مجاهدينو او طالبانو زيات سندرغاړي وژلي دي اوس هغوي په افغانستان كښې نه شي پاتې كېدلے ۔ ده ووئيل دا پاكستان ذمه واري ده چې د داسې كسانو خيال اوساتي۔
متعلقہ مضامین
-
Govt taking special initiatives for physical & mental health of the children
-
10,000 youth registered for talent hunt drive: Usman Dar
-
WPC committed for empowering women development: Munaza
-
Nathan Lyon focused onto whitewash Test series
-
100,000 digital franchise post offices to be established: minister
-
No-trust to be tabled within 48 hours: Fazl
-
Kulbhushan’s arrest ‘testimony’ of India’s involvement in terrorism: Fawad
-
COVID-19: Pakistan logs 768 new cases, 19 deaths in last 24 hours
-
Complaints of overseas Pakistanis being resolved on priority: DC
-
ITP issues 7,785 tickets over different violations
-
PML-Q vows to stand by PM in ‘national interest’
-
Police arrests robber gang