اسلام آباد 24 اګست (اے پي پي) د پاکستان سکھ ګردوارہ پربندھك كمېټۍ پلاوي د زيارت په ورځ د مذهبي چارو لنډمهاله وفاقي وزير انيق احمد سره ليدلي۔ په دې موقع انيق احمد ووئيل چې په پاكستان كښې مېشته د ټولو اقليتونو خېرښګړې لپاره د وزارت دروازې پرانستې دي٬ ټول اقليتونه د هېواد په پرمختګ كښې اوږه په اوږه كردار لوبوي۔ ده ووئيل چې د مذهبونو ترمېنځه د همغږۍ ودې لپاره به په ګډه رول لوبول وي۔ په دې موقع د سکھ ګردوارہ پربندھك كمېټۍ مشر ووئيل چې د پاكستان لخوا سکھ ورورولۍ لپاره پورته كړې شوې اقدامات د ستائنې وړ دي۔ ده ووئيل د پاكستان سكھ ورورولي د هېواد په تعمير ٬ پرمختګ او د دفاع پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې خپل خدمات ترسره كوي۔ په دې موقع د متروکه وقف املاك بورډ چيئرمېن سيد عطا الرحمن او د شرائن اېډيشنل سيکتر هم موجود ٶ۔
متعلقہ مضامین
-
Sindh declares public holiday on Holi
-
Govt orders spy agencies to monitor of MNAs ahead of vote on no-trust
-
Farrukh appeals to ECP to take action against turn coats
-
Replay of 90s politics against Charter of Democracy: Qureshi
-
Court records statements of two witnesses in Sialkot lynching case
-
Experts concerned over rising cases of reprisal against rights defenders in IIOJK
-
ADB for focus on SMEs, women entrepreneurs to end poverty
-
Court adjourns Ramzan Sugar Mills case hearing till April 2
-
ECP fines PM Khan Rs50,000 for breaking poll code during Dir rally
-
Betraying legislators to lose respect in eyes of masses: Fawad
-
Compensation amount distributed among disaster affected people
-
SED to get tax free-status under Gwadar Master Plan