لاهور۔15دسمبر(اے پی پی) صدر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي سركاري افسران دې د اولس خذمت كولو كښې كومه بې غوري نه كوي٬ د ټيم ورك د لارې مونږ كوم هم كار په غور ډول كولے شوو٬ مونږ جمهوريت لپاره ډېرې هلې ځلې كړې دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په سول سروسز اکېډمۍ كښې د سپېشلائزډ ټرېننګ پروګرام د لاندې تربيه بشپړؤنكو د پاکستان اېډمنسټرېټو سروس 46 فسرانو ته د ايوارډز او سندونو وركولو دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ په تربيه بشپړونكؤ كښې د پنجاب، سندھ او بلوچستان پشمول د ټولو صوبو افسران شامل وو۔ دستورې ته خپل خطاب كښې ډاكټر عارف ووئيل اېډمنسټرېټو افسرانو ته د انسانيت خذمت كولو وئېلے شي۔ ده تربيه ترسره كوؤنكو افسرانو لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كولو سره دوي ته ووئيل خلقو لپاره آسانۍ رامخې ته كړې۔ صدر مملكت په دوي زور راوړو چې په خپلو خپلو څانګو كښې د اولس خذمت كولو كښې هېڅ بې غوري ونه كړئ۔ ده ووئيل نورو سره د مرستې كولو نه غېر تاسو خوشحاله پاتې كېدې نه شۍ۔ ده ووئيل تر ټولو اول خپل ځان سره مينه وكړې ٬ د نورو په اړه زړونو څخه كركه لرې كړۍ٬ خپلې كورنۍ سره د مينې مزل پېل كړئ٬ ګاونډيانو سره مينه وكرې ٬ دغسې انسانيت او بيا رسول پاك او پاك پروردګار سره مينه وكړې ٬ ده ووئيل ستاسو لائف سټائل بايد داسې وي چې خلق تاسو ته نزدې راشي۔ د خپلې ډيوټۍ په سيمو كښې د جمعې د مونځ كولو اهتمام كوئ ٬ خلقو سره په ملاقاتونه كولو مسافت كمېدے شي۔ د خپلې وېنا په اخر كښې ده كورس بشپړؤنكو له مباركي وركړه۔ په دستوره كښې صدر مملكت د تربيې په مهال د غوره كاركردګۍ څرګندونه كوؤنكو افسرانو ته شيلډز او ايوارډونه وركړل۔ په نصابي او غېر نصابي فعاليتونو كښې د غوره كاركردګۍ په څرګندونه صدر مملكت سلمان یوسف له ګولډ مېډل وركړو
متعلقہ مضامین
-
LHC disposes of petition against Buzdar’s resignation
-
PM changes Ehsaan Mazari’s portfolio
-
Islamabad High Court to live stream judicial proceedings
-
KP minister directs timely completion of roads
-
Imran Khan trying to make ECP controversial: Ahsan
-
Science Minister stresses for effective role of ministry in facilitating people
-
PM Shehbaz directs to curtail power outages by next month
-
Four injured as Bolan Mail collides with goods train
-
Hamza again moves LHC for oath-taking
-
Awareness session on animal rights held
-
Pakistan’s ties with UK, based on mutual respect, common views: Marriyum
-
CM Murad visits Chinese Consulate to express solidarity