داسو 01 اپریل (اے پی پی) وزیراعظم محمد شهباز شریف په هېواد كښې كار كونكو د چين وګړو د هر ممكن تحفظ باوري كولو د عزم پخلې كولو سره وئيلي چې د د چین وګړي د پاکستان پرمختګ او سوكالي كښې مهم كردار ترسره كوي،د هغوې سلامتيا زمونږ سلامتیا ده، مونږ به هغوې له په زړه پوې امنيت وركوو،د بشام پېښې په شان د پاكستان د دښمن لاس دې،پېښه كښې ككړ كسانو له به سخته سزا وركولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ بشام پېښې په تناظر كښې داسو هائیډرو پاور پراجیکټ كښې كار كونكو د چین انجینئرز او پوهانو سره غمرازي او د يووالي څركندونې لپاره د داسو دورې په موقع دستورې ته وينا كښې وكړه۔د اطلاعاتو او خپرونو وفاقی وزیر عطا تارر ، د کشمیر او ګلګت بلتستان چارو وزير انجینئر امیر مقام، د واپډا چیئرمېن لفټیننټ جنرال ریټائرډ سجاد غنی ، د چین سفیر جیانګ ژائی ډونګ ، د چین کمپنۍ غړي او سینئر چارواكي هم موجود وو۔په دې موقع د بشام پېښه كښې ترهه ګرۍ ښكار د چین انجینئرز په یاد كښې 30 دقيقې خاموشی اختیار کړې شوه۔ وزیراعظم په دې موقع د چین انجینئرانو سره ملاقات هم كړې۔دستورې ته وينا كښې وزیراعظم محمد شهباز شریف ووئيل د چین وګړو سره د يووالي څرګندونې لپاره داسو ته راغلې يم۔په 26 مارچ بشام كښې رامخې ته شوې پېښه د چین انجینئرز او ورکرز سره د يووالي څرګندونه كوو كوم كښې چې د چين 5 انجینئرز او يو پاکستانی وګړې مړ شوې۔ وزیراعظم ووئيل د بشام پېښه د ترهه ګرۍ ناوړه پېښه وه د كومې مقصد چې د پاکستان او چین غیر معمولی ملګرتيا متاثره كول وو،په دې كار كښې د پاکستان د دښمنانو لاس دے۔ده ووئيل دلته موجود د چين وګړو په مخونو د هغوې د ملګرو د جدائۍ غم ښكاري۔ده ووئيل زه باور وركوم چې د پاكستان حکومت به دلته كار كونكو د چين وګړو او د هغوي د كورنيو امنيت كښې كومه بے غوري نه شي كولې او هر ممكن اقدامات به كولې شي دغسې چې سباؤن كښې دا ډول پېښه رامخې ته نه شي۔ وزیراعظم ووئيل د دې پېښې نه پس ما په سمدستي توګه د چين سفارتخانے دورہ کړې او د حکومت او اولس د اړخه مو د چين صدر او ځپليو كورنيو سره د يووالي څرګندونه كړي ۔ ده ووئيل د پېښې پلټنو لپاره جے آئی ټی جوړه شوې د كوم په سفارشات به چې مونږ د هغې د روح له مخې کارروائی کوو۔ وزیراعظم ووئيل دې نه ځانله د اعلیٰ پائې سیکورټی غونډه هم رابللې شوي چې پكښې به په دې صورتحال د خيالاتو څركندونه كولې شي ۔چې پكښې به وفاقی وزيران ، سرلښكر او سیکورټی انټیلی جنس مشرانو نه علاوه نور اعلیٰ چارواكي ګډون كوي
متعلقہ مضامین
-
‘Azadi March’: ATC grants interim bail to 13 PTI leaders
-
Budget ‘anti-people and anti-business’, says Imran
-
Agriculture development govt’s top agenda: Miftah
-
Senior level tri-service military delegation visits China
-
Pakistani buffalo embryos to be exported to China soon
-
Defense Committee formed to proceed for legal action for release of Yasin Malik
-
Shaukat Siddiqui Case: SC adjourns hearing against removal of ex-IHC judge
-
Moeen Ali set to make Test comeback for Pakistan tour
-
Experts call for resolving water stress for sustainable future
-
Modern and quality educational facilities our top priorities: minister
-
NEPRA imposes Rs 10 mln fine on HESCO for transformer blast fatalities
-
Khar to lead delegation at FATF plenary meeting