اسلام آباد 24 اپرېل (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د پاکستان او چين ترمېنځه د تل پاتي تزويراتي اړيكو د تجارت، معيشت، زراعت، د دواړو اولسونو ترمينځه د رابطو او په كلتوري څانګو كښې د لا مستحكمولو په ضرورت زور رواړولو سره وئيلي دي پاکستان د سي پېك د ټولو منصوبو په وخت د بشپړېدو عزم لري۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې صدر مملکت د دې خيالاتو څرګندونه د پاكستان په دوره راغلي د چائنه انټرنيشنل ډويلپمنټ کوآپريشن اېجنسۍ چيئرمئن لوٶ چاٶ هوئي سره په خبرو كښې كړې چا چې د خپل پلاوي سره په ايوان صدر كښې دوي سره د شورو په ورځ ملقا كولو۔ په دې موقع پاكستان كښې د چين سفير جيانګ زيډونګ، د منصوبه بندۍ كمېشن دوهم چيئرمېن ډاکټر جهانزېب خان او د چين او پاکستان اعلٰې چارواكي موجود وو۔ په دې مهال د اړوندو چارو پشمول د شريكې خوښې په بېلا بېلو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔
متعلقہ مضامین
-
Marriage hall sealed in Tarnol over one-dish policy violation
-
64 FIRs registered on violations of anti-dengue SOPs
-
KCF organizes seminar on economic, political crises
-
Masses have rejected Imran’s protest call, says Marriyum
-
Reviewing medical, legal challenges before return
-
Alvi returns electoral reforms bill unsigned
-
Seminar on Pak-China agriculture cooperation under CPEC held
-
Poor to get subsidy on five items through utility stores
-
Dr Aamir Liaquat’s body to be exhumed on June 23 for autopsy
-
Two dead, three injured in rain-related incidents in KP
-
Sherry pays tribute to BB on her 69th birth anniversary
-
Asif Ali Zardari’s mother buried in Nawabshah