كراچي 24اپرېل(اے پی پی) وزيراعظم محمد شهباز شريف د معاشي استحكام لپاره د وفاق او صوبو ترمينځه د نزدې اړيكو او همغږۍ په اهميت رڼا اچولو سره وئېلي دي د اولسي مسئلو حل٬د هېواد خذمت٬د صوبو پرمختګ او خوشحالۍ لپاره په ګډه كار كول دي٬د كومې هم صوبې او اولس پرمختګ د پاكستان پرمختګ دے٬دا مهال تر ټولو لويه مسئله د معاشي استحكام ده٬د سعودي او ايران قيادت دورو څخه به په سرمايه كارۍ كښې زياتوالے راشي۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د سندھ كابينې غړو سره په خبرو كښې وكړه ۔په دې موقع د سندھ وزيراعلٰی سيد مراد علي شاه٬د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال٬د خزانې وفاقي وزير محمد اورنګزېب٬د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ٬د پاور ډويژن وفاقي وزير اويس احمد خان لغاري٬دم تعليم وفاقي وزير ډاكټر خالد مقبول صديقي٬ پېټروليم وفاقي وزير ډاكټر مصدق ملك٬د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان٬د سندھ كابينې غړي او نور اعلٰی افسران هم موجود وو۔وزيراعظم شهباز شريف ووئېل د فرورۍ 8مه نيټې د ټاكنو په نتيجه كښې مونږ ته مينډېټ ترلاسه شوے٬مونږ د دې مينډېت احترام ترمخه د هېواد خذمت٬د صوبو پرمختګ او خوشحالۍ لپاره مونږ له په ګډه كار كول دي دغسې چې مونږ د اولس مسئلې حل كړو٬دا مهال تر ټولو لويې مسئله د معاشي استحكام ده٬دې لپاره به وفاق او صوبو له نزدې اړيكې جوړول وي۔ ده ووئېل د سندھ وزيراعلٰی سره نزدې اړيكې لرو ٬وفاقي او صوبائي وزيران دې هم يو بل سره اړيكې ولري٬د سندھ پرمختګ د پاكستان پرمختګ دے٬د پنجاب پرمختګ د پاكستان پرمختګ دے دغسې د نورو صوبو پرمختګ هم د پاكستان پرمختګ دے۔وزيراعظم ووئيل زما هڅه ده چې دا اړيكې لا قوي كړو٬ځينې وخت مونږ له داسې پريكړې كول وي كومې چې شايد مونږ د ځان لپاره نه خوښوو خو د هېواد اولس او صوبو پرمختګ او خوشحالۍ لپاره كول وي دغسې چې د جمهوريت او پرمختګ ګاډې مخ په وړاندې لاړ شي۔وزيراعظم ووئيل د سعودي او ايران پلاوي د پاكستان دوره كړې٬د ايران صدر كراچۍ ته راغلے دغسې راتلونكې كښې هم هيله ده چې سرمايه كارۍ لپاره به پلاوي هم د پاكستان دوره وكړي او په څلورو واړو صوبو كښې د موجوده سرمايه كارۍ موقعو څخه ګټه پورته كړي خو دا هله ممكن ده چې كله مونږ خپل هوم ورك وكړو٬ ده ووئېل خپل مينځ كښې چې همغږي چې وي او تيارۍ او يو ډول سوچ سره چې مخ په وړاندې لاړ شو نو مثبت نتيجې به رامخې ته شي۔وزيراعظم ووئيل مونږ به د هېواد اولس لپاره د يوې ډلې په توګه كار كوو٬د دې نه علاوه مونږ سره كومه بله لاره نشته٬په دې موقع د سندھ وزيراعلٰی سيد مراد علي شاه وزيراعظم شهباز شريف ته يو ځل بيا په وزيراعظم ټاكلې كېدو مباركي وركړه او ووئېل ئې چې په كال 2022 كښې معاشي استحكام لپاره په ګډه كار پېل كړے شوے ؤ ٬ د هغې جذبې ترمخ به مخ په وړاندې ځوو۔
متعلقہ مضامین
-
64 FIRs registered on violations of anti-dengue SOPs
-
KCF organizes seminar on economic, political crises
-
Masses have rejected Imran’s protest call, says Marriyum
-
Reviewing medical, legal challenges before return
-
Alvi returns electoral reforms bill unsigned
-
Seminar on Pak-China agriculture cooperation under CPEC held
-
Poor to get subsidy on five items through utility stores
-
Dr Aamir Liaquat’s body to be exhumed on June 23 for autopsy
-
Two dead, three injured in rain-related incidents in KP
-
Sherry pays tribute to BB on her 69th birth anniversary
-
Asif Ali Zardari’s mother buried in Nawabshah
-
720 diarrhea patients visit Rawalpindi’s health centres