اسلام آباد 02 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د پاك چين په ستراتېژك اړيكو كښې د پرله پسې بهترۍ او د سي پېك اپ ګريډيشن لپاره په ګډه كار كولو له د چين د مشرانو د وژن ستائنه كولو سره وئيلي دي پاکستان چين سره په انفارميشن ټيکنالوجۍ، مصنوعي زېركتيا، جديد زراعت او په نورو څانګو كښې همكارۍ ته ودې وركولو له خوښي لري۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف سره پاکستان كښې د چين سفير جيانګ زيډانګ ملاقات وكړو ۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف د چين سفير سره په خبرو كښې ووئيل پاك چين دوستي د هر ازمېښت له مخې سمه ده، چين په هر سخت وخت كښې د پاكستان غېر مشروط ملګرتيا كړې۔ ده ووئيل پاك چين ستراتېژك اړيكو كښې پرله پسې بهترۍ او د سي پېك اپ ګريډيشن لپاره په ګډه كار كولو له د چين د مشرانو وژن د ستائنې وړ دے، پاك چين دوستي دواړو هېوادونو سره سره منطقه او نړيوال امن او پرمختګ لپاره ضروري ده۔ وزيراعظم ووئيل پاکستان د چين څخه په انفارميشن ټيکنالوجۍ، مصنوعي ذهانت، جديد زراعت او په نورو څانګو كښې همكارۍ ته ودې وركولو له خوښي لري۔ په دې موقع نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار، د وزيراعظم خاص مرستيال طارق فاطمي او اړوند چارواكي هم موجود وو۔
متعلقہ مضامین
-
‘Good news from FATF will restore confidence in our economy,’ says MoS
-
Marriage hall sealed in Tarnol over one-dish policy violation
-
64 FIRs registered on violations of anti-dengue SOPs
-
KCF organizes seminar on economic, political crises
-
Masses have rejected Imran’s protest call, says Marriyum
-
Reviewing medical, legal challenges before return
-
Alvi returns electoral reforms bill unsigned
-
Seminar on Pak-China agriculture cooperation under CPEC held
-
Poor to get subsidy on five items through utility stores
-
Dr Aamir Liaquat’s body to be exhumed on June 23 for autopsy
-
Two dead, three injured in rain-related incidents in KP
-
Sherry pays tribute to BB on her 69th birth anniversary