اسلام آباد۔15ستمبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو ٬ قامي ورثې او كلتور وفاقي وزير عطاﺀ تارړ وئيلي دي آئيني بدلونونه مهمه او جدي معامله ده دې لپاره د مشاورت عمل روان دے ٬ چارټر آف ډېموکرېسی كښې وعده شوې وه چې د انصاف رسول به آسانولې شي٬ پارليمنټ سپريم اداره ده ٬ دا په آئين او قانون كښې د بدلون كولو حق لري ٬ اولس د خپلو ووټونو د لارې ټاكلو سره مونږ پارليمان ته رالېږلې يؤ٬ دا زمونږ په فرائضو كښې شامل دي چې د اولس په ګټه كښې قانون سازي وكړې شي ، دې بدلونونو سره به كه پاك پروردګار ته منظور وي د هر يو پاكستاني په ژوند ښه والې رامخې ته شي۔ ده د اتوار په ورځ پارليمنټ هاؤس څخه بهر ميډيا سره خبرې كولې۔ وفاقی وزیر ووئيل په آئيني بدلونونو كښې د تاخير سبب مشاورتي عمل دے د كوم دائره چې پراخا كړې شوې ده۔ ده ووئيل حكومت خپلو اتحاديانو او سياسي ګوندونو او مولانا فضل الرحمن اپوزيشن ګوندونو سره مشاورت كوي٬ زمونږ هم هغه سره خبره روانه ده۔ وفاقي وزير ووئيل نن د جمهوريت ورځ ده او دا جمهوري حسن دے چې ټو سياسي ګوندونه په دې ورځ مهمو آئيني بدلونونو له په مشاورتي عمل كښې ګډون كوي۔ ده ووئيل پاكستان د تاريخ په يو اهم پړاؤ دے ٬ په چارتر آف ډېموكرېسي كښې وعده شوې وه چې د انصاف رسول به آسانولې شي۔ په هېواد كښې د انصاف نظام ښه كولو له هڅې كولې شي او په يو يو شق او يوه يوه نقطه مشاورت كولې شي۔ عطا تارړ ووئيل زمونږ هڅه ده چې هم نن په دې پېشرفت وشي٬ ميډيا به شوي پېشرفت څخه خبرولې شي۔ تر دې دمه د تاخير سب يوازې مشاورت دے۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل مولانا فضل الرحمن سره ملاقات شوے دے٬ د پیپلز ګوند پلاوي هم ده سره ملاقات كړې دې٬ د انصاف ترلاسه كولو له يو په زړه پورې ګام پورته كرې شوې دې نو ددې په حق كښې بايد غږ پورته كړې شي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل كه په آئيني بدلونونو تفصيلي خبره وشي نو دا به ښه وي٬ كه د مشاورت په نتيجه كښې اتفاق رايے رامخې ته شي نو په دې كښې بهتري ده۔ ده ووئيل هڅه كوؤ چې اولس ته د بدلونونو په اړه ښه پېغام لاړ شي۔ ده ووئيل نن د جمهوريت ورځ ده ٬ دا د جمهوريت حسن دے چې ټول سياسي ګوندونه ددې مشاورت برخه دي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل فاقی وزیر ووئيل په آئيني بدلونونو كښې د تاخير سبب مشاورتي عمل دے د كوم دائره چې پراخا كړې شوې ده۔ ده ووئيل حكومت خپلو اتحاديانو او سياسي ګوندونو او مولانا فضل الرحمن اپوزيشن ګوندونو سره مشاورت كوي٬ زمونږ هم هغه سره خبره روانه ده۔
متعلقہ مضامین
-
Security at Torkham border to ensure entries, no humiliation to Afghans: Official
-
Faisal Javed agrees with SC advice
-
Mushaal lauds OIC’s support for Kashmir cause
-
Pack of shameless thugs roaming abroad: Cheema
-
Armed forces continue rescue relief operations in flood hit areas
-
Sheikh Sultan meets COAS, assures UAE support to flood victims
-
Shahnawaz’s mother gets bail before arrest
-
Court extends physical remand of Ayaz Amir, son in murder case
-
Indonesian President dispatches humanitarian aid to Pakistan
-
Man kills wife with bricks
-
Ex-Sindh governor vows to help wealth generation in country
-
Unknown assailant shot dead Chinese national, 2 other injured in Karachi