اسلام آباد 31 اګست (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير فواد حسېن چوهدري او سناتور اعظم سواتي وئېلي دي د 2018 ټول ټاكنې پاكې او بې پرې وې٬د ټول ټاكنو په شپه تر 2 بجو الېكشن كمېشن ته 51 فيصده نتيجې ترلاسه شوې دي ٬د ناڅاپي آر ټي اېس بندېدو په سبب د نتيجو منتقل كېدل متاثره شول٬د فرانزك پوهان دا معلومولې شي چې آر ټي اېس ولې٬څه وخت او څنګه ناڅاپي بند شو٬د 200 نه تر 300 پريزائيدنګ افسرانو د موبائل فرانزك آډټ دې وكړې شي او د هغې دې د الېكشن كميسون په وېب پاڼه پرتو نتيجو سره موازنه وكړې شي نو اصل صورتحال به رامخې ته شي٬آر ټي اېس باندې الېكشن كميسون كنټرول نه لرلو٬نادرا د آر ټي اېس پشمول درې واړه سرورز چلول٬د نادرا چيئرمېن دې پشمول د ټېكنيكل ډله بې پرو پلټنو له په عارضي توګه د چوكو څخه اخوا كړې شي دغسې چې سپيځلې پلټنې باوري كړې شي٬د الېكشن كميسون نه وړاندې شهباز شريف ته څنګه معلومه شوه چې آر ټي اېس كار پريښود۔د جمعې پھ ورځ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير فواد حسېن چوهدري سره سناتور اعظم سواتي مېډيا ته بريفنګ وركولو۔دوي ووئيل د ټول ټاكنو نتيجو نه وروستو هر پلو په آر ټي اېس د ټكونو عمل پېل شو٬وزيراعظم عمران خان په وړومبي بريفنګ كښې وئېلي وو چې د ټګۍ ثبوتونه راوړاندې كړئ حكومت به د دې پلټنې كوي٬حكومت په دې لړ كښې پلټنې مخ په وړاندې بوتللو له چمتو دے۔دوي ووئيل حكومت غواړي چې د ټول ټاكنو نتيجو ته ګوته ونه نيولې شي ځكه چې د دې لپاره عمران خان جنګ كړې٬ځكه خو يو بې پرې ايمپائر ته دا ټاسك وركړې شو چې د دې معاملې پلټنې وكړي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې د اطلاعات وزير ووئيل د تېرو څو ورځو نه په وزيراعظم عمران خان بني ګاله ته په چورلكه د تګ راتګ په حقله خبرې رامخې
متعلقہ مضامین
-
Need to understand Iqbal greater than ever
-
Afghan FM to arrive in Pakistan today
-
Opp fears fair polls thru EVMs: Shibli
-
Over 90.1m children to be vaccinated against rubella, measeles, says Yasmin
-
Govt didn’t take parliament in confidence while negotiating with TTP, says Raza Rabbani
-
Sehat Sahulat services for entire population of Capital, Punjab, GB
-
Covid cases again show slight uptick
-
EU must play role for Afghan stability and peace: Fawad
-
Govt to put Shehbaz, Qaim Ali Shah’s names on ECL
-
PRCS donates 200,000 COVID vaccines to GoP
-
Lawyers’ role key for supremacy of constitution: Siraj ul Haq
-
Digitalisation key to provision of jobs to youth: minister