چارسده۔30 اګست (اے پی پی)ھالینډ كښې د حضور نبي كريم (ص) په شان كښې د سپكاوي خاكو په ضد د ضلعي حكومت د سېوري لاندې فاروق اعظم چوك چارسده كښې احتجاجي مظاهره او واك وكړې شو۔ د مظاهرچيانو مشري ضلعي ناظم فهد رياض او دوهم ناظم حاجي مصور شاه كوله۔ مظاهرچيانو بېنرې او پلې كارډ پورته كړي وو په كومو چې د هالېنډ د سپكاوي خاكو په ضد نعرې ليكلې وې۔ مظاهرچيانو ته خپل خطاب كښې ضلعي ناظم فهد رياض په سختو ټكو كښې د يادې شويو خاكو غندنه وكړه او د پاكستان حكومت څخه ئې غوښتنه وكړه چې هالېنډ سره په سمدستي توګه خپلې سفارتي اړيكې ختمې كړي۔ دوئي هېواد څخه د هالېنډ سفير د شړلو هم غوښتنه وكړه۔ تقرير كوؤنكو په خپلو تقريرونو كښې ووئيل د حضور نبي كريم (ص) په شان كښې سپكاوې به كله هم زغملې نه شي۔ او د نبي كريم (ص) شان لپاره به د كومې هم قربانۍ څخه سرغړونه كولې نه شي۔
متعلقہ مضامین
-
Punjab reports 501 new cases of dengue
-
Even allies not on the same page with govt?
-
5 reports of various standing committees presented in Senate
-
IHC instructs PMC to give arguments in MDCAT case
-
Pakistan reduces taxes on imports to boast trade ties with Afghanistan
-
EPI receives 23 vaccination vans from UNICEF
-
Indiscriminate crackdown against land grabbers to continue: CM
-
‘All-out efforts should be made to resolve residents’ complaints’
-
President upholds Mohtasib’s decisions ordering banks to refund Rs 14 mln to fraud victims
-
Pakistani mango exports to China increase by more than nine times
-
CM inaugurates gravity water supply scheme project
-
PEMRA prohibits telecast of CCTV camera footage of Noor Mukadam