اسلام آباد 22 ستمبر (اے پی پی) د سېنېټ چیئرمېن محمد صادق سنجرانی وئيلي دي چې اسياﺀ د تجارتی او اقتصادی محركاتو مركز جوړيدې شي، د اسياﺀ د وګړو مسئلو حل كولو له شريكې تګلارې ته اړتيا ده۔ده دا خبره د آذربائیجان مجلس ملی او آذربائیجان پارلمان صد ساله دستورو كښې شريك مندوبین ته خطاب كښې وكړه ۔ ده ووئيل دا د اسيائي هېوادونو د لارښودو ذمه واري ده چې د اسياﺀ پرمختګ او سوكالۍ له په ګډه كار وكړي۔ د سېنېټ سيكټريټ لخوا جاری شوې بیان له مخې د سېنېټ چیئرمېن محمد صادق سنجرانی ووئيل پاكستان او ملګرې هېواد آذربائیجان د اسيائي پارلمانی اسمبلۍ مهم غړي دي۔ دواړه هېوادونه سيمه ايزې مرستې ته ودې وركولو سره سيمه ايز تجارت او اقتصادی پرمختګ كښې ښه والې راوستلې شي۔ د سېنېټ چیئرمېن پارلمانی رابطو ته د ودې وركولو په حاجت زور راوړلو سره ووئيل دې سره دواړه هېېوادونه د قانون سازۍ او د يو بل د تجربو څخه استفاده كولې شي۔ ده ووئيل پاكستان آذربائیجان سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي او دواړه هېوادونه تل سيمه ايز په نړيوال فورم د يو بل د نقطه نظر حمائت كړې دې۔ محمد صادق سنجرانی ووئيل د كشمير مسئله او ناګورنو كارا باخ مسئلې يو ډول دي چرته چې وګړې د ظلم او بربریت سره مخ دي۔ ده ووئيل هندي عسكر په مقبوضه كشمیر كښې بشري حقونو ته زيان رسولو كښې ككړ دي بايد نړۍ د دې ظلم نوټس واخلي۔ خپله دوره مهمه ګرځولو سره د سېنېټ چیئرمېن ووئيل د دې دورې په نتيجه كښې ئې د دد دواړه هېوادونو ترمينځه شريكو اړيكو ته لا وده ترلاسه شي۔ د سېنېټ چیئرمېن آذربائیجان له په اكتوبر كښې په ګوادر كيدونكې د اسيائي پارلمانی اسمبلۍ سیاسی چارو كمېټۍ غونډه كښې د ګډون كولو بلنه وركړه۔
متعلقہ مضامین
-
Four including mother, daughter killed in Kasur
-
Govt is succeeding due to ‘other’ reasons, says Asif Zardari
-
Parliament approves bill regarding castration of rapists
-
PM lauds spirit of MNAs for attending parliament joint session
-
Four including mother, daughter killed in Kasur
-
Four including mother, daughter killed in Kasur
-
PM to launch today portal for automation of power of attorney for overseas
-
Parliament approves bill regarding castration of rapists
-
PM to launch today portal for automation of power of attorney for overseas
-
Fawad welcomes suggestions on electoral reforms by opposition
-
DG ISI pays farewell call on FM
-
Pakistan look to keep World Cup momentum in Bangladesh T20s