اسلام آباد ۔ 30 اکتوبر (اے پی پی) پاکستان پولیس به د نړۍ تر ټولو غوره پوليس جوړولې شي۔ د پوليس عزت د اولس د عزت سره تړلې دے۔ د خپل اولس عزت نه كوؤنكو نړۍ كښې څوك عزت نه كوي۔ پي ټي آئي كے پي كے كښې مثالي پوليس اصلاحات وكړل او پوليس ئې سياسي لاس وهنې نه آزاد كړل۔ ده د نهې په ورځ نېشنل پوليس اكېډېمۍ كښې د 44 مې سپیشلائزډ ټرېننګ پروګرام تر سېوري لاندې د 29م اے اېس پیز پاسنګ آؤټ دستورې ته خطاب كولو۔ ده ووئيل د قانون نافذ كوؤنكو ادارو كردار په ټولنه كښې ډېر مهم وي۔ مجرمان ډېر وړاندې تللې دي او جرمونو له نوې طريقې كاروي۔ پولیس هم بايد نوې ټېكنالوجۍ څخه استفاده وكړي۔ دوهم داخله وزير ووئيل 7 مېرمنې پوليس افسرانې په پولېس سروس كښې په شاملېدو د خاص مباركۍ مستحقې دي۔ او اولس په خپلو لونړو وياړ لري۔ ده ووئيل د پاكستان پوليس ٬ پوځ او قانون نافذ كوؤنكو ادارو او اولس د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د قيمتي ځانونو قرباني وركړې ۔شهريار افرېدې ووئيل مونږ يوازې د پاكستان نه بلكې د ټول انسانيت جنګ كوو۔ د پاكستان په خپلواكۍ به هېڅ سمجهوته ونه كړې شي ۔ ده په پوليس زور راوړو چې هغه وګړو له عزت وركړي۔ د لوئې څښتن نه پس د وګړو د ځان ٬ مال او عزت ساتنې ذمه واري د پوليس ده۔ په تھاڼو كښې دې اولس سره رويه سمه كړې شي او دوئي له دې عزت وركړې شي۔ ده ووئېل د پوليس عزت د اولس عزت سره تړلې دې۔ كه مشران ٬ مېندې او خوېندې تھاڼو كښې رسوا كولې شي نو بيا به د خدائې د رحمت څه هيله ولرلې شي۔ د خېبر پختونخوا پولیس نظام كښې اصلاحات په نړيواله كچه ستائلي شوي ۔ دوهم وزير د پوليس پاس آؤټ شوو افسرانو باندې زور راوړو چې هغوي اولس ته د تحفظ احساس وركړي۔ كه د پوليس اولس سره نېغ په نېغه رابطه وي او پوليس اولس له عزت وركړي نو اولس به هم دوئي له عزت وركړي۔ ده افسرانو له مباركي وركړه او هيله ئې ولرله چې د دوئي شموليت سره به د پوليس مثالي او دې څانګه كښې جدت
متعلقہ مضامین
-
Blood of martyrs will not go waste: COAS
-
Gill lauds Lahore police for nabbing killers of journalist
-
Afghan soil won’t be used against Pakistan: Taliban
-
Yousuf Raza Gilani resigns as senate opposition leader
-
No price increases for petroleum products: Shahbaz Gill
-
Foreign climbers reach K2 base camp to attempt winter summit
-
Imam questions silence of world community on IIOJ&K situation
-
PMC grants 10-day window for dental colleges’ admissions
-
New medical report bars Nawaz from travelling
-
Ombudsman orders inquiry against illegal speed breakers
-
Effective legislation enacted for speedy justice: Sanjrani
-
President Alvi puts emphasis on importance of IT