اسلام آباد 02 نومبر (اے پی پی)د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي چې د وزيراعظم عمران خان د چين دوره د پاكستان د پرمختګ او سوكالۍ د سفر يو منزل دے او د نوې پاكستان بنياد كېښودلو لپاره د هلو ځلو مهمه كړۍ ده٬ چين سره به زمونږ د ستراتېژكي اړيكو يو نوې باب پېل شي ۔د جمعې په ورځ پي ټي وي سره په خبرو كښې د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير ووئيل چې وزيراعظم د سعودي عرب دوره كړې او اوس چين هم د دې مزل يو منزل دې٬دا د پاكستان د سوكالۍ او پرمختګ مزل او د نوې پاكستان بنياد اېښودلو لپاره د وزيراعظم د هڅو كړۍ ده۔ دا دوره بيل اړخونه لري كوم كښې چې يو معاشي اړخ دې۔ د وزيراعظم د چين سره اقتصادي پیكج كوم چې د سي پېك په صورت كښې دې٬په دې كښې د كركيلې٬روزګار موقعې او سكل ډوېلپمنټ٬ دا درې بنيادي څيزونه شامل وي۔ده ووئيل چې چين زمونږ باوري ملګرې دېد دورې پھ مهال به د امنيت پھ چارو هم خبره كېږي او چين سره به زموڼږ په سټراټېجكي اړيكو كښې يو نوې باب پیل شي٬په سائنس او ټېكنالوجي كښې به په مرسته هم خبره كېږي٬ 2022 كښې به وړومبې پاكستانې سپاركو د خلا د لارې لېږلې شي۔ده د يوې پوښتنې پھ ځواب كښې ووئيل چې د موجوده چينائي اولس مشر راتللو سره د كرپشن په ضد يو لويې تحريك پېل شوې و او وائټ كالر كرائم نيولو كښې چين
متعلقہ مضامین
-
Govt unveils reforms in civil, criminal laws
-
Registration for Punjab Talent Hunt Programme begins
-
SHC orders Sindh govt to provide budget to all hospitals
-
Happiness Bazaar receives overwhelming response from female-led brands
-
Indoor wedding, events banned in wake of Covid-19
-
Steps afoot to provide basic health facilities to masses: SAPM
-
Maryam, Bilawal incapable of running country: Fawad
-
Diamer-Bhasha Dam: another 267-meter cableway bridge completed
-
Qureshi urges SC to take notice of statement of Rana Sanaullah
-
Railways retrieve land worth Rs 4725m from illegal occupants
-
Pakistan reports over 7000 COVID cases in last 24 hours
-
Pakistani athlete arrives on Wednesday to compete in Beijing Winter Olympics