اسلام آباد 18 جنوري (اے پي پي) د خارجه وزارت لخوا قومي اسمبلې ته وئيلي شوي دي چې هندي ځواكونو د تېرو پنځو كلونو په مهال په مقبوضه كشمير كښې 1139 كسان شهيدان كړي٬ د نړۍ په هر فورم د هند مكرو څېره په ډاګه كولو لپاره هر ډول ممكنه اقدامات كولې شي۔ د جمعې په ورځ د قومي اسمبلۍ په غونډه كښې د پوښتنو دمې په مهال د نورين فاروق خان د پوښتنې په ځواب كښې د خارجه وزارت لخوا په تحريري توګه قومي اسمبلۍ ته ووئيل شول چې په مقبوضه كشميړ كښې د هندي ځواكونو لخوا د بشري حقونو څخه سرغړونې روانې دي٬ د كشمير مېډيا سروس له مخې هندي ځواكونو د تېرو پنځو كلونو په مهال په مقبوضه كشمير كښې 1139 كسان شهيدان كړي دي۔ كال 2018م په مقبوضه كشمير كښې خونړۍ كال و په كوم كښې چې قابض ځواكونو 350 بې ګناه كشميريان شهيدان كړي دي او ګڼ شمېر كسان ئې نابيا او معذور كړي دي چې پكښې مېرمنې او ماشومان هم شامل دي۔ د فرورې په 5مه نېټه د خپلواكې د حق ورځ لمانځل كېږي۔ د خرم دسګير د پوښتنې په ځواب كښې عندليب عباس ووئيل چې د هند د سرجيكل سټرائيك ډنډورا پاك پوځ او سول ادارو غلطه ګرځولې او اوس د هند مېډيا هم وائي چې د هند پروپېګنډه غلطه وه۔
متعلقہ مضامین
-
PM launches mega Rs 407 bln interest-free loans for self-reliance of low income groups
-
Tarin congratulates FBR for surpassing revenue collection target
-
Gill terms money launderers as real impersonators
-
ICT Police inaugurates women police station in G-7
-
40pc of children in Pakistan suffer from obesity
-
Police hold open court on facebook live
-
Pakistan, Uzbekistan agree to enhance youth cooperation, promote S&T linkages
-
Two Sessions of great significance for entire world: envoy
-
PHA to plant 300,000 native saplings: Khawar
-
20m families to benefit from ‘Ehsaas Rashan Riayat’ initiative
-
Economic Affairs Minister assures to provide resources for promotion of education
-
Reconstruction of Lahore-Gujranwala GT road sought