اسلام آباد25 فروري(اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي د قطري نيول فورسز كمانډر ميجر جنرل عبدالله بن حسن الصليطي له “هلال امتياز”عسكري وركړې دې ۔پھ دې لړ كښې د ګل په ورځ ايوان صدر كښې د اعزاز خاص دستوره وشوه چې پكښې د پاك بحريه مشر اېډمرل ظفر محمود عباسي او سينئر افسرانو ګډون كولو۔د دې څخه وروستو قطري كمانډر اميري نيول فورسز اولس مشر سره ملاقات وكړو۔په دې موقع اولس مشر مباركي وركولو سره ووئيل پاكستان قطر سره د ورورورلۍ اړيكو ته ډېر اهميت وركوي۔ده د پاكستان بحريه مشق”امن”كښې د قطر اميري نيول فورسز باقاعدګۍ سره ګډون وستائېلو۔اولس مشر په دې امر هم د اطمينان څرګندونه وكړه جې د دواړو هېوادونو سمندري ځواكونه يو بل سره په تماس كښې دي۔ده د دواړو سمندري ځواكونو ترمينځه د آپرېشنل رابطو په لا زياتولو ضرورت هم زور راوړو۔ده ووئيل پاكستان د غېر ملكي سرمايه كارۍ لپاره ډېر ښه هېواد دے۔ده قطري سرمايه كارو ته بېلو څانګو كښې په خاص توګه د سېلګرۍ په مېدان كښې د سرمايه كارۍ بلنه وركړه۔اولس مشر پاكستانيانو لپاره د ويزې آسانۍ او د پاكستان څخه 1 لك غړو ته د روزګارۍ منظورۍ په حقله د قطر پريكړې وستائېلې۔د قطر اميري كمانډر نيول فورسز په هلال امتياز(ملټري) وركولو د اولس مشر او پاكستان حكومت مننه كولو سره هيله څرګنده كړه چې د دواړو هېوادونو بحري ځواكونو ترمينځه شريكه مرسته به سباؤن كښې لا زياته شي
متعلقہ مضامین
-
AJK PM quits ahead of voting on no-trust
-
Two fake journalists held for blackmailing, taking bribe from shopkeepers
-
IGP vows to resolve public grievances on priority
-
Two infamous terrorists of Gandapur group killed in encounter
-
Taliban summon Pak envoy to protest ‘military strikes’
-
Pakistan slams Islamophobic incidents in Sweden, Netherlands
-
Pak-China Youth Exchange program inspires hope
-
US wants to collaborate with new Pakistan government on regional, international issues
-
Two arrested for making videos viral
-
NA all set to choose new deputy speaker today
-
SKMCH&RC strongly refutes allegations of donations misuse
-
Chaudhry Abdur Rehman urged PM to appoint HEC chairman on merit