کراچۍ 22 جولائي (اے پي پي) د وزیراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې اوسنې حكومت د ميډيا صنعت د مسئلو نه خبر دے ٬ حكومت د اشتهارونو په اړه د پالسيسۍ مسوده تياره كړې ده٬ د ټولو اړوند ډلو د رائيو نه پس به مسودې ته حتمي شكل وركولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ډاكټر فردوس عاشق اعوان د ګل په ورځ آل پاكستان نيوز پېپرز سوسائټۍ (اے پي اېن اېس) غړو سره خپلو خبرو كښې كړې۔ ده ووئيل حكومت بېلا بېل ميډيا هاٶسز ته د 58 كروړه روپو نه زياته ادائيګي كړې ده۔ دې ووئيل حكومت تل د ميډيا لخوا د تعميري او مثبت تنقيد ستائنه كړې ده ځكه چې دې سره د حكومت كاركردګي ښه كېدو كښې مرسته ترلاسه كېږي ۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان په متحرك خبريالانو او د ميډيا مالكانو په ټولو نمائنده تنظيمونو زور رواړو چې ھغوي دې د اشتهارونو په مجوزه پاليسۍ كښې سقم لرې كولو لپاره كوټلې تجويزونه وړاندې كړي۔ دې ووئيل اوسنې حكومت په اشتهارونو كښې تقسيم كښې سپېځلتيا باوري كولو لپاره ټول ضروري ګامونه پورته كوي او حكومت سيمه ايز او ځائي ورځپاڼو ته اهميت وركوي۔ د دې نه وړاندې د اے اپي اېن اېس عمومي سېكتر سيد سرمد علي خاص مرستيالې ته پرنټ ميډيا د اشتهارونو د واجباتو په وركولو كښې د تاخير او د سركاري او نجي څناګې په اشتهارونو كښې د كمي په سوب د رامخې ته شويو مسئلو نه خبر كړه۔(ګ ل
متعلقہ مضامین
-
KP Police launch first-ever policing plans for merged districts
-
Partners with ‘similar desirability’ likely to be in successful relationships
-
Admin warns of action on spreading religious hatred during Muharram
-
PML-N faced victimization for constitution’s supremacy: Saad
-
APHC deplores world indifference to Kashmiris’ ordeal
-
Punjab’s ‘trustee CM’ takes oath
-
Two Palestinians killed in Israeli West Bank raid
-
Faisal Shahkar officially takes over the command of Punjab Police
-
KP CM for identifying govt building to establish medical college
-
SC rejects MQM-P’s plea to stop Sindh LG elections
-
ECP asks parties to file assets statement till Aug 29
-
Ready for ‘national dialogue’