پېښور 27 جولائي (اے پي پي) د دفاع وزير پروېز خټك وئيلي دي چې د وزيراعظم عمران خان د امريكې كاميابې دورې سره د پاكستان ريښتينې پېژندګلي په نړۍ كښې رامخې ته شوې۔ په نوښار كښې يوې دستورې ته د وېنا كولو په مهال د دفاع وزير ووئيل چې د امريكې اولس مشر ډونلډ ټرمپ كشمير مهمه معامله ګرځولې۔ ده ووئيل چې پاكستان په منطقه كښې د امن په خاطر د كشمير مسئله د مذاكراتو د لارې حل كول غواړي۔ ده ووئيل چې وزيراعظم عمران خان د كشمير مقدمه په ښه ډول وړاندې كړې۔ ده په ټوله نړۍ كښې د هندوستان جارحيت٬ بربريت او په بې ګناه مسلمانانو ظلم او ستم څرګند كړے۔ ده ووئيل چې وزيراعظم عمران خان ثابته كړې چې نوې پاكستان يو باوقار پاكستان جوړ شوے او هغه د امريكې پشمول ټولو هېوادونو سره د دوستې او برابرې په بنياد اړيكې جوړول غواړي۔
متعلقہ مضامین
-
Karachi’s weather turned pleasant due to light rain
-
KP govt organizes pentecost festival for Christian community
-
Teachers demand higher time scale
-
Alleged rapist makes Tiktok video in lockup
-
CDA allocates Rs22m for construction of jogging tracks
-
Strong quake hits eastern Taiwan: USGS
-
Sindh forms medical board to exhume Aamir Liaquat’s body
-
Court grants interim bail to PTI leaders till 28th
-
Covid cases see slight uptick in Pakistan
-
Girl killed in road accident
-
Federal Cabinet postpones Rs7.99 increase in basic electricity tariff
-
Mercury drops significantly after heavy downpour in Hazara division