اسلام آباد 07 اکتوبر (اے پی پی) د خېبر پختونخوا د اطلاعات وزير شوكت يوسفزئۍ وئيلي دي د مولانا فضل الرحمن آزادي مارچ بې مقصده دے او دا ټول قام ته معلومه ده۔ نجي ټي وي سره خبرو كښې ده ووئيل مولانا پخپله د كشمير كمېټۍ چيئرمېن پاتې شوې۔ سره د دې هغه د اكتوبر په 27 مه نېټه د مارچ اعلان كړې ۔ ده ووئيل مولانا فضل الرحمٰن د کشمیريانو توره ورځ ناكامه كول غواړي۔ ده ووئيل كه مولانا په سياسي توګه احتجاج كول غواړي نو ضرور دې وكړي مونږ به هېڅ نه وايو۔ مونږ يره لرو چې هغه د مدرسې ماشومان د ډھال په توګه كارول او دھرنا وركول غواړي د كومې چې به اجازه ورنكړې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل پاكستان كښې كومه مذهبي مسئله نشته۔ د رسول كريم (ص) په شان كښې د ګستاخۍ څوك تصور هم كولې نه شي۔ مونږ د هرې يوې مسئلې حل له پخپله حاضر يؤ۔ ده ووئيل وزیراعظم عمران خان په ملګرو ملتونو كښې لوئيديز د هغوي په ژبه پوهه كړې چې اسلام څومره سولييز مذهب دے او مونږ خپل پېغمبر (ص) سره څومره مينه لرو۔ شوکت یوسفزئی ووئيل مولانا فضل الرحمان دې خپل احتجاج وكړي ولې كه هغه د مدرسو ماشومان سړكونو ته د راوستلو هڅه وكړه نو مونږ به ئې سختۍ سره منع كوو
متعلقہ مضامین
-
Sindh situation more critical than 2010-11 floods: CM
-
Torture the new normal?
-
Govt to set up special courts for overseas Pakistanis
-
PM Shehbaz gets warm welcome at Qatar’s Diwan-e-Amiri
-
Dengue cases continuously rising, 36 more infected in Rawalpindi
-
PR suspends passenger operation on flood damaged track of ML-1
-
Pak army establishes relief camps in Lahore
-
PIA to transport all relief goods free of cost
-
Passenger van, pickup truck collision kills seven in Khuzdar
-
ECP urges adherence to code of conduct in by-election
-
PHP teams asked to increase field patrolling
-
Pakistan Rupee loses most of the early gains as inflation hit 47 years high