نيويارك 27ستمبر(اے پی پی) د وزيراعظم په مشرۍ كښې د پاكستان پلاوي په فلسطين كښې د اسرائيل په ظلمونو په احتجاجي توګه د اسرائيل وزيراعظم عمومي اسمبلۍ ته د خطاب بائيكاټ او د غونډې څخه واك آؤټ كړے۔د جمعې په ورځ د وزيراعظم محمد شهباز شريف خطاب نه پس د اسرائيل وزيراعظم نيتن ياهو كله چې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته د خطاب لپاره ډائس ته راغلو نو په هال كښې موجود پاكستاني پلاوي د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د غونډې څخه په احتجاجي توګه واك آؤټ وكړو۔مبصرينو د پاكستان دا يوه ښه پريكړه ګرځولو سره ووئېل پاكستان ټولې نړۍ ته خپل واضحه موقف وړاندې كړو۔دلته دا امر د ذكر وړ دے چې وزيراعظم محمد شهباز شريف د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته خطاب كښې په خاص توګه غزه كښې د اسرائيل ظلمونه د ټولې نړۍ په وړاندې په موثر ډول ورمخې ته كړل او د فلسطين مسئلې د پرامن حل په ضرورت يي زور راوړو۔
متعلقہ مضامین
-
Court has no idea of regime change losses
-
Amendments to NAB rules an attempt to give relief to Nawaz: Cheema
-
Engage in dialogue, CJP tells politicians
-
Sanjrani stresses need to enhance Pak-Saudi bilateral ties
-
Protest held in Vienna to express solidarity with Kashmiris
-
0.8m children enrolled in govt schools in KP: minister
-
Return of the native
-
Better late than never
-
China provides 400m RMB in flood aid to Pakistan
-
Bilawal reviving ties with world: Marri
-
PM for quick steps to drain out flood water in Sindh
-
Resurgence of terror won’t be tolerated