اسلام آباد 24 اکتوبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي په کينيا كښې د پاکستان سينئر خبريال ارشد شريف وژنه ډېر د افسوس وړ او دړدناكه پېښه ده٬ د ارشد شريف د وژنې په پېښه د كينيا د حكومت بيان ته په طمعه يو ٬ د پاكستان هائي كمشنره ثقلين سيده په مارچري كښې موجود ده چرته چې د ارشد شريف د مړي پېژندګلې شوې ٬ وزيراعظم د ارشد شريف مړے هېواد ته راوړلو لپاره خارجه او داخله وزارتونو ته احكامات جاري كړي، د کينيا پوليس لخوا د تحقيقات عمل ترسره كېدو نه پس به د كينيا حكومت خپل بيان جاري كوي، مونږ به د اصل حقائقو نه ميډيا خبروٶ۔ دا خبرې وفاقي وزېرې د ګل په ورځ د سينئر خبريال ارشد شريف د استوګنې نه بهر ميډيا سره په خبرو كښې كړي ۔ وفاقي وزيرې ووئيل تر اوسه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې ارشد شريف د نېروبي څخه نزدې د يو ساعت په سفر خرم نومې سړي سره روان ٶ او ھغه چې په كوم ګاډي كښې ناست ٶ ھغه د كينيا ځائي كس چلولو٬دې ووئيل د ځائي حكومت لخوا د تفصيلات په انتظار يو، د کينيا حکومت به د پوليس لخوا د تحقيقات عمل په ترسره كېدو خپل بيان جاري كوي۔ دې ووئيل ابتدائي پلټنې كول ضروري دي۔ دې ووئيل د وزيراعظم په خاص امر په كينيا كښې د پاكستان هائي كمشنرې ثقلين سيده د ارشد شريف شناخت كړے۔ دې ووئيل هائي كمشنرې سره د نېروبي ګورنر ٬ نمائندګان٬ پوليس او ټول سينئر اهلكار موجود دي۔۔دې ووئيل د ارشد شريف مور سره مې ملاقات شوے او وزيراعظم هم د ارشد شريف مور سره ټېلي فوني خبرې كړي ۔ وزيراعظم د ارواښاد مور له باور وركړے چې زه خپله د دې پېښې څارنه كوم او د ارواښاد مړے به ډېر زر هېواد ته راورسولے شي۔ دې ووئيل يو خبر يال وژلے شوے بايد په دې سياست ونه كړے شي، دا پېښه د كورنۍ لپاره د افسوس وړ لمحه ده، په دې پېښه رپورټ كولو كښې احتياط پكار دے۔ د اطلاعات وزيرې ووئيل كوم تفصيلات چې رامخې ته شي خپله به ترې ميډيا خبروم۔ وزيراعظم داخله وزارت ته هم ذمه واري وركړې چې د كينيا پوليس سره په ګډه د دې پېښه پلټنې بشپړې كړي۔ دې ووئيل دا يو پوليس كېس دے٬ په تحقيقات ترسره كېدو به زمونږ هلته موجود چارواكي مونږ د تفصيلات نه خبروي او مونږ به دلته ميډيا او كورنۍ د دغه تفصيلات نه خبروٶ۔ د يوې پوښتنې په ځواب دې ووئيل د ارشد شريف د وژنې د پېښې اصل جزئيات تر رامخئ ته كېدو په دې يوه خبره نشي كېدې۔ دې ووئيل زمونږ هائي كمشنرې ثقلين سيده خپل وكيل هم هلته بللے دے ٬ د پېښې په هر اړخ تحقيقات روان دي۔
متعلقہ مضامین
-
Hafeez gets back to normal after suffering from dengue fever
-
Sarwar, British MP urge world to resolve Kashmir issue
-
Soldier embraces martyrdom thwarting terrorist attack
-
Pandora Papers: ministers should resign if burden of proof lies with them: Ali Muhammad
-
Maryam files plea in IHC for annulment of Avenfield verdict
-
Whole world recognizes talent of Pakistani cricketers
-
Court defers indictment of Sindh CM
-
Insufficient action against corruption in OPHRD departments irks NA body
-
Pakistan asks world to ‘engage’ with Taliban
-
Fawad responds to critics of govt’s anti-corruption campaign
-
KP govt launches Rs 4bn loan scheme for educated youth
-
Pakistan strongly condemns drone attack on KSA