اسلام آباد۔17 فروری(اے پی پی)د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سجراني وئېلي دي چې پاكستان سعودي عربستان سره خپلو اړيكو ته د قدر په سترګو ګوري٬ پاكستان او سعودي عربستان د ګڼو سيمه ايزو او نړيوالو چارو په اړه يو ډول دريځ لري٬ ده ووئيل په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ پراخا موقعې موجود دي ٬ورور هېواد بايد دې څخه استفاده وكړي٬ ګوادر او سي پېك پروژه د منطقې د روښانه سباؤن ضمانت دې۔د سېنېټ سېكرټرېټ له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده په باكستان كښې د سعودي عربستان سفير نواف بن سعيد احمد المالكي سره په خبرو كښې وكړه چا چې د جمعې په ورځ هغه سره ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې د شريكې خوښې چارو پشمول دوه اړخيزه اړيكو په لا مستحكم كولو او په سيمه ايز پرمختګ د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ ده ووئيل چې پاكستان سعودي عربستان سره خپلو اړيكو ته د قدر په سترګو ګوري٬پاكستان او سعودي عربستان د ګڼو سيمه ايزو او نړيوالو چارو په اړه يو ډول دريځ لري٬په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ پراخا موقعې موجود د او ورور هېواد بايد دې څخه استفاده وكړي٬ ګوادر او سي پېك پروژه د منطقې د روښانه سباؤن ضمانت دې۔ده ووئيل چې سعودي عربستان كښې مېشته 20 لكه څخه زيات پاكستانيان د دواړو هېوادونو په پرمختګ ګښې مهم كردار ترسره كوي۔ ده زياته كړه چې پاكستانې اولس د خادمين حرمين شريفېن روغ صحت او زيات عمر لپاره لاس په دعا دي۔ په دې موقع د سعودي سفير ووئيل چې سعودي عربستان پاكستان سره د دوه اړخيزه او تجارتي اړيكو لا ښه كولو كښې خوښي لرو
متعلقہ مضامین
-
Future of Pakistan very bright: PM Junagarh State
-
The death of a white lion: Animal rights activist Ayesha Chundrigar has petitioned the Sindh government to abolish zoo culture
-
Peace in Afghanistan means peace in Pakistan: COAS
-
PM, Uzbek president express satisfaction over momentum of bilateral ties
-
IHC dismisses contempt petition against Maryam, Abbasi
-
Pakistan’s missile program one of best in world: Fawad
-
Iffat Omar says Salauddin Ayyubi is not our hero
-
Child pornography culprits do not deserve relief: SC
-
Empowered women key to development: Samina Alvi
-
All facilities to be provided to students of remote areas of Balochistan: minister
-
Punjab suffers from air pollution caused by farm fires and industry
-
Awareness needed for dental hygiene in country: president