اسلام آباد 21مارچ(اے پی پی)د وزيراعظم د كورنيو او قانوني چارو خاص مرستيال عطاتارړ غوښتنه كړی ده چې په سپريم جوډيشل كونسل كښې په دائر شوو درېو درخواستونو دې سمدستي كاروائي وكړې شي٬د محمد خان اوسنۍ وېډيو ثابته كړې چې د دې څخه وړاندې كومه آديو ليك شوې وه هغه اصل ده٬كه په وخت نوټس اغستلے شوے ؤ نو تراوسه به د ذمه وارو په ضد كارووائي شوې وه٬محمد خان بهټي د دې وډيو ټولو تورونو اعتراف كړے ٬په تېر سماعت د عمران خان د وارنټ ګرفتارۍ تعميل نه ؤ شوے٬په راتلونكي تاريخ حاضري ضروري ده۔هغه د نهې په ورځ خبري كنفرنس ته وېنا كوله۔خاص مرستيال عطا تارړ وئېل د محمد خان بهټي يوه وډيو رامخې ته شوې كومه كښې چې ليدلې كېږي چې هغه د سكون په ماحول كښې په صوفه ناست دے ٬محمد خان بهټي اعتراف كړے چې هغه به څنګه معاملات ترسره كول٬د دې وېډيو نه پس معاملات نور هم شكمن شوي٬افسوسناك امر دا دے چې د يو جج په ضد سپريم جوډېشل كونسل كښې دوه ريفرنس زيرالتوا دي٬يو ريفرنس شهري او يو د بار كونسل ريفرنس دے او درېم ريفرنس هم راروان دے۔ده ووئيل دا د پوهې نه لرې ده چې د يو داسې كس وېډيو رامخې ته شوې كوم چې پخپله خوښه خبرې كوي٬مونږ به وئېل چې په كينټ كښې په 10 كروړه د اغستې شوې څلور كناله كور مني ټريل نشته ٬د دې وضاحت تر نن تاريخ نه دے شوے ۔ ده ووئيل د دې وېډيو نه پس ثابته شوې چې وړاندې كومه آډيو ليك شوې وه هغه اصلي او د دې سره منسلك ده۔ده ووئيل د يو صاحب دوو زامنو په ورځو كښې كروړونه اربونه روپۍ پیدا كړي ۔ده ووئيل د انصاف دوه مخيز معيار نه دے پكار٬د زامنو څخه په تنخا نه اغستو محمد نواز شريف ويستلے شوے٬مريم نواز٬حمزه نواز٬خواجه سعد٬خواجه آصف پشمول د(ن)ليګي قيادت د ناكرده ګناهونو قيمت ادا كړے ٬عمران خان به په يو حكم ټول اپوزېشن زندانونو كښې اچول٬اوس په هغه د اربونو روپو كرپشن٬مني لانډرنګ٬د ترهه ګرۍ مقدمات دي خو هغه ته هر ځل رېليف وركولے كېږي۔ده ووئيل د محمد خان بهټي وډيو په سوشل مېډيا موجود ده
متعلقہ مضامین
-
‘Incompetent League’used Karachi Green Line Project for corruption: Gill
-
Shafqat meets education minister of Maldives in Cairo
-
IHC seeks assistance from AGP in Kulbhushan Jadhav case
-
IHC instructs NAB to view appeals against Zardari’s acquittal
-
Pakistani rupee further depreciates, crosses Rs178 mark
-
Under MoFA’s Science Diplomacy, envoys of African countries visit PAEC’s institutes
-
50 deported Pakistanis arrive from Saudi Arabia
-
Another cop martyred as gunmen attack polio team in KP’s Tank
-
AIOU all set to establish regional office in Afghanistan
-
Hamza Shahbaz files acquittal plea in Ramzan Sugar Mills case
-
FO condemns Rajnath’s remarks about Pakistan
-
Two girls gang-raped by three men in Lahore’s Defence area