اسلام آباد 11جولائی (اے پی پی) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي چې نن (د نهې) په ورځ په ګرده نړۍ كښې د آبادۍ نړيواله ورځ لمانځلې شي۔ په نننۍ ورځ به مونږ له د نړۍ مخ په زياتېدونكې آبادۍ٬ د دې موجوده محدود وسائلو او د دې اختيارمندې جوړولو له پالېسي اقداماتو ته خاص پام ګوځول دي٬په قامي كچه منصوبه بندۍ كښې آبادي مهم حېثيت لري۔د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم د آبادۍ نړيوالې ورځې په موقع په خپل پیغام كښې ووئيل چې نن په ګرده نړۍ كښې د آبادۍ نړيواله ورځ لمانځلې شي٬ په نننۍ ورځ به مونږ له د نړۍ مخ په زياتېدونكې آبادۍ٬د دې موجود محدود وسائلو او د دې اختيارمندې جوړولو له پالېسي اقداماتو ته خاص پام ګوځول دي٬په قامي كچه منصوبه بندۍ كښې آبادي مهم حېثيت لري٬كوم هم پرمختګ كونكې هېواد د آبادۍ او وسائلو ترمينځه د توازن نه غېر د پرمختګ هدفونه ترلاسه كولې نه شي۔د روان كال په مهال د آبادۍ نړيوالې ورځ سرخط”د صنفي مساواتو طاقت په كار راوستل” غوره كړے شوے دے۔ راځۍ چې په دې ورځ مونږ ټول په ګډه د خپل هېواد د مېرمنو او سړو ترمينځه مساوات باوري كولو سره د دوي صلاحيتونه وكاروؤ او د هېواد د پرمختګ هدفونه ترلاسه كولو له اقدامات وكړو۔ د پاكستان معاشي پرمختګ د آبادۍ ترمينځه د مساوات نه غېر ممكن نه دې۔ موسمياتي بدلون٬په نړيواله كچه شخړې او د كساد بازارۍ له امله نزدې ټول هېوادونه د تلپاتي پرمختګ هدفونو ترلاسه كولو كښې ستونزو سره مخ دي۔ د صنفي عدم مساوات دلاسه د تلپاتي پرمختګ هدفونه ترلاسه كول له ګران شي۔ د آبادۍ د نړيوالې ورځې په موقع به ټولو همكارانو ته خواست وكړم چې هغوي خلكو ته د زده كړې او روغتيا غوره آسانۍ وركولو سره د هغوي استعداد سوا كړي٬زما په نظر ګښې د پرمختګ صحيح نظريه د خلكو په خېرښېګړه اډانه لري٬ مونږ له به په دې لړ كښې د خلكو او پالېسۍ جوړولو ترمينځه تړون زياتول وي
متعلقہ مضامین
-
Terrorist killed, two others apprehended in North Waziristan IBO
-
Opp attitude in NA ‘non-serious, undemocratic’, says Buzdar
-
PTI govt has increased seats in medical colleges from 1,300 to 1,750: KP CM
-
Karachi commissioner warns of sealing schools for not vaccinating students
-
Indian army world’s most brutal force: report
-
Opposition protest a move to create ethnic conflict in Karachi: Ghani
-
Negotiators head home as Iran talks hit critical stage
-
Karachi festival attracts hundreds amid Omicron surge
-
PM stresses upon efforts to embody principles of Riyasat-i-Madina
-
Kashmiris to observe Indian Republic Day as Black Day
-
Haleem accuses Sindh govt of obstructing justice in Jokhio case
-
APNS, CPNE, PBA reject Fawad’s tweet on media revenues