ملګري ملتونه 04 اکتوبر (اے پي پي) پاکستان په ټوله نړۍ كښې د ترهه ګرۍ ختمولو لپاره د فلسطین او کشمیر په شان د زړو شخړو هوارولو او هلته وګړو ته د خپلواكۍ خق وركولو په حاجت زور راوړے دے۔ملګرو ملتونو كښې د پاکستان مستقل مندوب منیر اکرم د جنرل اسمبلۍ قانوني (6مې) کمېټۍ ته “د نړيوالي ترهه ګرۍ ختمولو په اقدامات” بحث په مهال ووئيل بايد د ترهه ګرۍ په جامع ډول ختمولو لپاره مونږ له نه يواځې د دې علامات بلکه د دې بنیادی وجوهات هم حل كول غواړي۔ده په خپله تبصره كښې د ترهه ګرۍ د رامخې ته شوو رجحاناتو په اړه خبره وكړه او د دې لعنت مخنيوي له ئې د يو جامع کنونشن جوړولو په حاجت زور راوړو۔ده ووئيل جامع کنونشن كښې بايد د ترهه ګري كوم تعریف ترنظره وساتلے شي او د نوو رامخې ته شوو خطرو پشمول د سپين پوست بر لاسے٬ پرتشدد کارروائۍ، پرتشدد قام پرستي، زینو فوبك، اسلامو فوبك، د نړۍ بيلو برخو كښې د اسلام مخالف نظریات او هندوتوا ډلي ترنظره وساتلې شي۔د پاکستان مندوب ووئيل نوې کنونشن بايد د تره هګرۍ کارروائیو او خپلواكۍ حق او قامی آزادۍ لپاره د غیر ملکي او استعماری قبضې ترمخه د وګړو جائزو هلو ځلو ترمينځه په واضح توګه فرق وكړي۔
متعلقہ مضامین
-
Opp in touch with more govt MPs than needed for no-trust motion
-
Govt closely working with allies: governor
-
Five terrorists killed, soldier martyred in N Waziristan
-
5-days anti-polio campaign kicks off in KP today
-
HBL PSL 7: schedule for today, Feb 21
-
HBL PSL 2022: Kohli’s fan shows love at Gaddafi stadium Lahore
-
PM lauds Afridi’s role in raising awareness on Kashmir issue
-
Web portal for HR complaints approved
-
Sports facilities in Pakistan bring color to special children’s lives
-
Dr Mehdi Hassan is no more
-
Youth with proper guidance may make Pakistan developed nation: minister
-
Overseas Pakistanis an asset to country: Sarwar