اسلام آباد۔23مارچ (اے پی پی) صدر مملکت آصف علی زرداری وئيلي دي چې ټول اولس دې د پاكستان ورځې د روح له مخې جمهوريت ٬انصاف او مساوات لپاره د خپل عزم پخلے وكړي٬ باور لرم چې مونږ يو موټې كېدو سره به د ټولو ستونزو مقابله وكړؤ او خپل خوږ هېواد لپاره به د يو روښانه سباؤن پلو روان شوؤ۔ د پاكستان ورځې په موقعه خپل پېغام كښې صدر مملكت ووئيل زه د خوشحالۍ په دې موقعه تاسو ټولو لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كوم او مباركي دركوم٬ نن مونږ د تاريخي قرارداد پاكستان د منظورۍ ياد لمانځو كله چې په 23 مارچ 1940 زمونږ ګران قوم د يو آزاد هېواد د تعمير بنياد كېښودو۔ صدر مملكت ووئيل كه مونږ د تاريخ پاڼو ته نظر وكړؤ نو زمونږ د پلار نيكه وژن او د هغوي د عزم ياد تازه كيږي۔ ده ووئيل د كال 1940 د قرارداد ِپاکستان د لارې ه په 14 اګست 1947 د پاكستان د جوړېدو لاره هواره شوه۔ ده ووئيل د مقبوضه جموں و کشمیر د قابض هندي ځواكونو د لاسه بدترين جبر او په رياستي سرپرستۍ كښې روانې ترهګرۍ سره مخ دي۔ پاكستان د مظلوم كشميري اولس دهر ډول اخلاقي او سفارتي ملاتړ روان ساتلو عزم لري۔ دغسې پاكستان ته د اسرائيلي ډيفنس ځواكونو لخوا په بې ګناه فلسطيني وګړو ډزو په پېښو او په تعليمي ادارو او روغتونونو روانو بريدونو سخته اندېښنه لري۔ صدر ووئيل راچۍ چې ټول اولس د پاكستان ورځې د روح له مخې جمهوريت ٬انصاف او مساوات لپاره د خپل عزم پخلے وكړؤ۔ ده ووئيل زه تاسو ته اپيل كوم چې د زياتې خوارۍ او خواخوږۍ اقدار خپلولو سره د هېواد د تعمير په عمل كښې بشپړه برخه واخلي۔ ده ووئيل باور لرم چې مونږ يو موټې كېدو سره به د ټولو ستونزو مقابله وكړؤ او خپل خوږ هېواد لپاره به د يو روښانه سباؤن پلو روان شوؤ۔ده دعا وكړه چې پاك پروردګار دې په اسلامی جمهوریه پاکستان رحمتونه او بركتونو نازل كړي۔
متعلقہ مضامین
-
CM urged for probe into illegal commercialization
-
Over 95pc judgments of Federal Ombudsman implemented: Ejaz Qureshi
-
IHC disposes of plea related to vote of overseas Pakistanis
-
Army slams BJP leaders’ blasphemous remarks
-
PM abolishes taxes on raw materials of export industry
-
Iman Mazari’s interim bail extended until June 20
-
Pakistan Economic Survey 2021-22 unveiled
-
President approves national awards for slain Chinese teachers posthumously
-
Police stops Chhipa morgue from handing over Aamir Liaquat’s body to anyone
-
Construction of dams major focus in forthcoming budget: Miftah
-
FIA decides to grill Moonis for ‘money laundering’
-
Dengue surveillance underway in Lahore