اسلام آباد۔24مارچ(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د تپ دق په ضد جنګ كښې د هر يو وګړي د خذماتو ستائنه كولو سره د ټي بي ختمولو او د وګړو د روغتيا او خېر ښېګړې نظام ښه كولو ګامونو ملاتړ له د حكومت د عزم پخلے وكړو۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د اتوار په ورځ د جاري شوي بيان له مخې وزیر اعظم شهباز شریف د تپ دق (ټی بی) نړيوالې ورځې په موقعه خپل پېغام كښې ووئيل زمونږ حكومت په ټي بي د قابو موندلو اهميت تسليموي او ددې رنځ مخنيوي له يۍ بېل پروګرامونه او پالېسۍ نافذ كړې دي۔ ده ووئيل ټي بي څخه پاكې نړۍ پلو پېشرفت ګړندي كولو له جدت، تحقیق او ټېکنالوجی كارول كېدې شي۔ وزیراعظم ووئيل د صحت ضروري او معياري خذماتو ته لاسرسي د حكومت آئيني ذمه واري ده۔ ده ووئيل مونږ خپلو وګړو ته د روغتيا مساوي خذماتو وركولو هڅې كوؤ۔ ده ووئيل مونږ د نجي څانګې او د نړيوالو همكارانو د كردار ستائنه كوؤ۔ وزيراعظم ټولو همكارانو ٬ تنظيمونو ٬ پېشه ورو وګړ و او د ټي بي ختمولو له د هڅو يو كولو اپيل كولو سره ووئيل مونږ له به د روغتيا د خيال ساتلو نظام پياوړې كول ٬ معياري تشخيص او درملنو ته لاسرسي زياتولو ٬ د ټي بي مخنيوي او په دې قابو موندلو له د اقداماتو اهميت په اړه اولسي شعور بېدارولو له په ګډه كار كول وي۔ ده ووئيل راځۍ چې ټول دا لوظ وكړؤ چې پاكستان څخه د ټي بي ختمولو كښې به هېڅ كمې نه كوؤ۔
متعلقہ مضامین
-
Dengue surveillance underway in Lahore
-
Army soldier martyred amid fire exchange with terrorists in N Waziristan
-
NAB Balochistan files corruption reference against health employee
-
Ulema conference held on population issue
-
Higher education budget raised by 20pc in fiscal budget 2022-23: Rana Tanvir
-
Opposition rejects KP budget, terms figures ‘unrealistic’
-
KP rolls out Rs 1.32 trillion balanced budget
-
Two engineers, two coal miners abducted in Quetta
-
Argentinian CJS calls on Air chief
-
Pakistan wins terror financing case against NBP in New York court
-
Punjab govt earmarks Rs19.40b for livestock and dairy development
-
Scuffles, sloganeering mar SA budget session