لاهور۔30مارچ (اے پی پی) وزیر اعظم شهباز شریف وئيلي دي د هيواد د معيشت بحالۍ له مو 5 كلن روډ ميپ وركړو ٬ د هېواد سوكالي د معيشت مخ په وړاندې تللو سره تړلې ده٬ په سركاري خرڅونو كښې به كمې او د برآمداتو په مجموعي حجم كښې به اضافه كولې شي٬ په 5 كلونو كښې كه پاك پروردګار ته منظور وي د پاكستان معيشت بدلول دي٬ په ذمه له اغستو پرته د نړۍ كوم نظام هم چلېدې نه شي٬ ټولو وزارتونو سره به په ګډه كار كولو سره مطلوبه نتيجې ترلاسه كړؤ٬ د هر يو وزارت د كاركردګۍ به جاج اخستلې شي ٬ د وزارت د انفرادي كاركردكۍ به جاج اخستلې شي٬ په تېر حكومت كښی مو هېواد څخه ترهګري ختمه كړه ٬ يو وارې بيا د ترهګرۍ خپرېدو اجازه به ورنكړې شي٬ بشام دړدېدلې پېښه د پاكستان چين ملګرتيا له مينځه وړولو ناوړه سازش دے٬ پاكستانۍ مشرتابه او اولس چين سره د مضبوط دېوال په څير ولاړ دے٬ شهيدان او غازيان قامي اتلان دي٬ فعاله دفاعي صلاحيت لپاره به د وسله والو ځواكونو ضرورتونه ترسره كولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ د وفاقي كابينې غونډې مشري كولو په مهال وكړه۔ وزيراعظم ووئيل د هيواد د معيشت بحالۍ له مو 5 كلن روډ ميپ وركړو ٬ د هېواد سوكالي د معيشت مخ په وړاندې تللو سره تړلې ده٬ په سركاري خرڅونو كښې به كمې او د برآمداتو په مجموعي حجم كښې به اضافه كولې شي۔ وزيراعظم ووئيل په خپلو پښو ودرېدو لپاره به د غېر ملكي قرضونو بوج كمولو ٬ په جي ډي پي كښې زياتوالې او د روزګار موقعو رامخې ته كول وي۔ د كركيلې او آئي ټي څانګو ته به ترقي وركول ٬ د توان څانګه كښې اصلاحات كول او د قاچاق ختمول وي۔ ده ووئيل كه نيت نېك وي نو پاك پروردګار هم مرسته كوي۔ وزيراعظم ووئيل د ذمه وارۍ څخه غېر په نړۍ كښې كوم نظام هم نه چلېږي، په تاخير او سره فيته قابو موندلو له د اسپیشل انوېسټمنټ فیسیلیټیشن کونسل (SIFC) په څير فورم موجود دے۔ ده ووئيل د نړيوالو کنسلټنټس خذمات ترلاسه كولو له به هم په اړوندو قوانينو بايد عمل وكړې شي٬ ټېكس نېټ او د دې د كار دائره پراخا كولو له اصلاحات ضروري دي او دې لپاره د اېف بي آر ډیجیټائزیشن كوؤ۔ وزيراعظم ووئيل د هېواد معيشت لپاره قاچاق يو ناسور دے ٬ د دې مخنيوي له به بېړني اقدامات باوري كولې شي۔ ده ووئيل په اپیلټ کورټس كښې نزدې ً27 اربه روپۍ نښتې دي او د دې مقدماتو پايې ته رسولو له به زه غوره مراعاتو سره قابل ججان راولم۔ ده ووئيل چیف جسټس آف پاکستان په اوسني ملاقات كښې په دې لړ كښې دب شپړه مرستې باور راكړے دے۔ ده ووئيل د 25 بلین ډالر آئی ټی اېکسپورټ هدف ترلاسه كول ناممكن نه دي۔ وزیراعظم په پاور سېكټر كښې د 58 اربه روپو په وصولولو د عبوري حكومت ستائنه وكړه۔ ده ووئيل د هېواد په تاريخ كښې په اولني ځل داسې هدف په كمه موده كښې ترلاسه كړې شو۔ ده ووئيل په 26 مارچ بشام كښې د افسوس وړ پېښه رامخې ته شوه په كومه كښې چې 5 5 چینی انجینئرز مړه او يو پاكستانے شهيد شو۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه په بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه مرسته مثالي ده۔ ده ووئيل د پاكستان دښمنان نه غواړي چې پاكستان چين ملګرتيا مخ په وړاندې لاړه شي۔ وزیراعظم ووئيل په دې پېښه مونږ چينائي حكومت او اولس سره ولاړ يؤ۔ ده ووئيل ما د دې پیښی څخه سمدستي وروستو د چينائي سفارت دوره وكړه او چينائي صدر ٬ وزيراعظم او اولس ته مې د پاكستاني اولس لخوا د غمرازۍ پېغام ورسولو۔ ده ووئيل چينائي مشرتابه ته باور وركړے شو چې بشپړه پلټنې به كولې شي او ذمه وارو ته به مثالي سزا وركولې شي۔ وزيراعظم د دې عزم پخلې وكړو چې تر كومې ترهګري ختمه شوې نه وي او معيشت بحال شوے نه وي مونږ ته به آرام رانشي۔
متعلقہ مضامین
-
Railways retrieves land worth Rs154.5m
-
‘Govt presents balanced budget amid challenging conditions’
-
President Alvi says trend of Islamophobia worsening in India
-
Shujaat vows to help govt steer country out of crisis
-
PHC conducts 3-day training workshop for PIC staff
-
Reality of India’s “democratic face” before world to see: PM
-
OIC and UN must rein in Modi’s fascist govt: Sherry
-
NA condemns derogatory remarks by BJP leaders
-
Bilawal leaves for two-day official visit to Iran today
-
Court extended interim bail of PTI’s leaders
-
ECP sets up 109 centres for data verification in voters’ list
-
Stable Pakistan guarantees Indian Muslims safety: Ashrafi