واشنګټن۔16 اپرېل (اے پی پی) د خزانې او محصولات وفاقي وزير اورنګزېب وئيلي دي په اقتصادي اصلاحات پروګرام كښې مرستې لپاره نړيوال مالياتي فنډ سره د اربونو ډالرو نوې قرضې په لوظنامه خبرې پيل كړې شوي دي٬ په تجارتی جنګ كښې پاكستان لپاره د وېت نام په څير د كردار ترسره كولو او امريكا لپاره د برآمدات زياتولو يوه ښه موقعه ده۔ آئي اېم اېف او د نړيوال بېنك په ډول ادارو له به موسمياتي بدلونونو څخه ځپلې شويو هېوادونو كښې مالياتي شموليت سره سره او ماحولياتو سره په اړوندو منصوبو كښې مرستې كولو راوړاندې كېدل وي۔ آئي اېم اېف سره دوه اړخيزه سره مخ په وړاندې روان يؤ٬ جي ډي پي تناسب سره د ټيكسونو او سرمايه كارۍ شرح تر 15 فيصد كچې ته راوستلو له هڅې كوؤ په سرمايه كارۍ كښې زياتوالي له به د سنګاپور او دبۍ په ډول مونږ هم مائنډ سېټ بدلول وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده تېره ورځ د نړيوال مالياتي فنډ او نړيوال بېنك د سپرلي موسم كلنې غونډې په موقعه اټلانټك كونسل ته خپل خطاب ٬ پاكستاني او امريكائي كاروباري شخصياتو او ټېك انټرپرينيورز سره ملاقات او فرانسيسي خبري اژانس سره مركه كښې وكړه۔ وفاقي وزير كاروبار لپاره غوره چاپېريال جوړولو او په پاكستان كښې او پاكستان ته بهرنۍ سرمايه كاري راجلبولو له د حكومت لخوا په پورته كړې شويو بېلو ګامونو رڼا واچوله۔ ده د انفارمېشن ټېكنالوجۍ په څانګه كښې د پاكستان صلاحيتونه او استعداد په خاص توګه په ډاګه كولو سره ووئيل پاكستان 10 لكه څخه زيات فري لانسرز كميونټي لرونكے هېواد دے كوم چې فري لانس ماركيټ كښې په نړيوال كچه په درېم لمبر دے ٬ په هېواد كښې 250 څخه زياتو رجسټرډ پوهنتونونو څخه 75000 آئي ټي ګرېجوېټ فراغت ترلاسه كوي۔ د خزانې وزير ګډون كوؤنكو ته په پاكستان كښې كركيلې ٬ آئي ټي ٬ كان كنۍ او د توان په مهمو څانګو كښې موقعو څخه د ګټې پورته كولو بلنه وركړه۔ ګډه كوؤنكو د سرمايه كارۍ ماحول غوره جوړولو له د پاكستان د حكومت هڅې وستائلې او پاك امريكا اقتصادي اړيكې نوؤ بامونو ته رسولو كښې يۍ خپله خوښي ښكاره كړه۔ فرانسيسي اژانس سره خپله مركه كښې د خزانې وفاقي وزير ووئيل اقتصادي اصلاحات پروګرام كښې مرستې لپاره نړيوال مالياتي فنډ سره د اربونو ډالرو نوي قرض په لوظنامه خبرې پېل كړې شوي دي۔ ده ووئيل د درې اربه ډالر ماليت سټېنډ بائی لوظنامې لاندې روان پروګرام ختمېدو ته نزدے دے او د 1.1 بلین ډالر حتمي قسط د روانې مياشتې په پايه كښې د منظورېدو امكان دے۔ وفاقي وزير ووئيل پاكستان د اربونو ډالر ماليت قرضې بل پروګرام لپاره آئي اېم اېف سره خبرې پېل كړې دي۔ ده ووئيل د تېر كال په مقابله كښې سږ د پاكستان معيشت خپل مزل په ښه ډول پېل كړے دے۔ ده ووئيل امريكا د پاكستان لويې تجارتي همكار دے٬ امريكا تل په خاص توګه د سرمايه كارۍ د لارې د پاكستان مرسته كړې ده۔ د چین پاکستان اقتصادی راهدارۍ ذكر كولو سره د خزانې وزير ووئيل د دې لاندې چين بنيادي اډانې ته وده وركولو له پراخا سرمايه كاري كړې ده۔ ده ووئيل په په تجارتی جنګ كښې پاكستان لپاره د وېت نام په څير د كردار ترسره كولو او امريكا لپاره د برآمدات زياتولو يوه ښه موقعه ده۔ په ریاستی ملکیتی ادارو كښې د اصلاحات او نجكارۍ پروګرام په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د پی آئی اے د نجكارۍ په اړه به مونږ ته په راروانه مياشت يا دې څخه لږه زياته موده كښې په ممكنه بولۍ كښې برخه اخستو كښې خوښي لرونكي معلوم شي او مونږ غواړؤ چې دا عمل د جون مياشتې تر پايې سر ته ورسي۔ ده ووئيل په راتلونكو دوه كلونو كښې به د نجكارۍ په پروګرام كښې تندي رامخې ته كړې شي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د خزانې وفاقي وزير دا مهال د آئي اېم اېف او نړيوال بېنك كلنې غونډې په موقعه د امريكا دوره كوي۔ وفافي وزير امريكائي تھينك ټېنك اټلانك كونسل ته خطاب كښې ووئيل د روان كال په مهال د معيشت صورتحال كښې بهتري رامخې ته شوې ده٬ اېس بی اے پروګرام سره د كلي معيشت په استحكام كښې مرسته ترلاسه شوه٬ جي ډي پي په سم لوري روانه ده٬ په كركيله كښی 5 فيصده نمو شوې٬ د افراط زر شرح 37 فیصده څخه د 20 فيصد شرحې ته راغلې ده۔ وفاقي وزير ووئيل آئي اېم اېف مشن سره تېرې خبرې مثبت او تعميري پاتې شوي دي٬ مونږ شريك باور سره مخ په وړاندې تلل غواړؤ۔ ده ووئيل سرمايه كارۍ لپاره پالېسۍ موجود دي خو په دې عمل كولو ته اړتيا ده۔ ده ووئيل مالیاتی انکلوژن او موسمیاتی بدلون دوه مهمې چارې دي ، د آئی اېم اېف او د نړيوال بېنك په څير ادارو له به د پاكستان په څير موسمياتي بدلونونو څخه ځپلې شويو هېوادونو كښې مالياتي شموليت او ماحولياتي منصوبو كښې مرسته كولو له راوړاندې كېدل وي
متعلقہ مضامین
-
Salient features of Punjab budget 2022-23
-
Govt taking strict measures to save country from bankruptcy: Ahsan
-
Rs 3.226tr Punjab budget for FY23 unveiled, at last
-
Committed to building SEZs in Balochistan, KP: Shehbaz
-
Rain, windstorms to lash Punjab’s plains, upper areas
-
Engagement with U.S, India significant amid geopolitical scenario, says Bilawal Bhutto
-
Bilawal for sustained int’l engagement in support of Afghan refugees
-
Pakistan accedes to Apostille Convention on legalisation of public documents
-
Khursheed Shah hopes current rain spell to increase water level in dams, rivers
-
ANP Punjab laud efforts for removing Pakistan from FATF grey list
-
Cash-starved HEC doles out bonuses worth millions to blue-eyed staff
-
Grade-12th English paper leaked in Nawabshah